
یکنانیوز د رصیف له قوله راپور راکړی، د قرآن کریم اغېز یوازې پر عربي او مسلمان شاعرانو محدود نه دی، بلکې ډېرو روسي شاعرانو هم د خپلو شعرونو د موضوعاتو لپاره د هغه له آیتونو الهام اخیستی او په ګڼو بیتونو کې یې ترې تقلید کړی دی. دا چاره د نامتو روسي شاعر الکساندر پوشکین په آثارو کې په ښکاره ډول لیدل کېږي؛ هغه شاعر چې له کلتوري، هنري او معنوي پلوه د عربي ختیځ تر اغېز لاندې و.
مکارم الغمري په خپل کتاب کې چې «په روسي ادبیاتو کې عربي او اسلامي اغېزې» نومېږي، یادونه کوي چې الکساندر پوشکین (۱۷۹۹–۱۸۷۳م) د هغو روسي شاعرانو په سر کې راځي چې له قرآن کریم او د رسول الله ﷺ له سیرت څخه ئې الهام اخیستی دی. د هغه شعري اثر چې «قرآن ته یو اجمالي نظر» نومېږي او په ۱۸۲۴م کال کې لیکل شوی، د روسي ادبیاتو په مینځ کې ځانګړی ځای لري؛ ځکه چې دې د اسلامي او معنوي میراث او د پېغمبر ﷺ له سیرت څخه الهام اخیستی دی. دا شعرونه یو روښانه دلیل دی چې د قرآني ارزښتونو ځواک کولی شي د زمان او مکان له پولې واوړي او د هغو کسانو پر روح هم اغېز وکړي چې د قرآن عظمت ته عقیده نه لري.

پر پوشکین د قرآن کریم معنوي اغېزې!
دا شعرونه هغه مهم رول څرګندوي چې قرآن کریم د پوشکین په معنوي ودې کې لوبولی دی.
پر پوشکین د الضحی سورې اغېزشیندې !
د «قرآن ته اجمالي نظر» نومې قصیدې د اوږدوالي او وزن له پلوه یو له بل سره توپیر لري او له هغو قرآني آیتونو سره سمون لري چې پوشکین ترې اقتباس کړی او خپل شعرونه ئې ورباندې ولاړ کړي دي. نعمات عبدالعزیز طه په خپلې مقالې کې چې «پر روسي ادیبانو د اسلام اغېز… الکساندر پوشکین، میخائیل لرمونتوف، لئو تولستوی او ایوان بونین» نومېږي، وایي: د لومړۍ قصیدې په یوې برخې کې، پوشکین قرآني قسمونه په څو بیتونو کې تقلید کړي دي؛ لکه «قسم په ستوري».
عبدالعزیز طه یادونه کوي چې پوشکین له الضحی سورې څخه، په ځانګړي ډول د هغه حالت له مضمون څخه الهام اخیستی چې کله پر رسول الله ﷺ وحی د یوې مودې لپاره ودرېده او هغه مبارک اندېښمن شو؛ دا وقفه بېسارې وه. الله تعالی د دې سورې په ۱ تر ۳ آیتونو کې فرمایي: «قسم په د سهار رڼا (۱) او قسم په شپه، کله چې تیاره شي (۲)
ستا رب نه ته پرېښی او نه پرې په قهر شوی دی (۳).»
د الغمري د یاد شوي کتاب له مخې، «قرآن ته اجمالي نظر» د موضوعي او ذاتي شعرونو ترکیب دی. په بل عبارت، کله چې پوشکین یو «اخلاقي قرآني ارزښت» رااخلي، هغه له اصلي قرآني متن څخه راباسي، بیا یې د خپل باطن «ځان» او د خپلو هنري عناصرو له لارې له سره مجسموي.
د پوشکین لخوا د قرآن کریم تلاوت او مطالعه
که پوشکین د قرآن کریم له فرانسوي او روسي ژباړو او د هغو له تفسیرونو سره بلد نه وای، نو نه یې شوای کولی چې دا آیتونه په خپلو شعرونو کې تقلید کړي؛ ځکه چې د قرآن عبارتونه، د پیغمبرانو کیسې او مفاهیمو د پوشکین فلسفي او عقیدوي فکر ژور اغېزمن کړی و.

د الدیراوي په وینا، پوشکین د قرآن کریم دوه ژباړې په دقت لوستې وې: یوه په روسي ژبه د میخائیل ویرووکین ژباړه او بله په فرانسوي ژبه د آندره دو رویر ژباړه. هغه ښايي د جرمني لیکوال یوهان ګوته له اثر «دیوان شرقي» سره هم بلد و؛ هغه اثر چې د قرآن کریم له اقتباسونو، له عربي معلقاتو، د مسلمان شاعرانوله قصیدو، صوفي شعرونو، د «زر او یوې شپې» کیسو او همدارنګه د پیغمبر اکرم ﷺ د ژوندلیک او د اسلام دین په اړه له جرمني ژباړل شوو اثارو څخه الهام اخیستی و، او په دې برخه کې یې پر ډېرو روسي لیکوالانو برلاسی موندلی و.
پوشکین د ویرووکین له ژباړې څخه د بقره، کهف، مریم، طه، حج، نور، احزاب، محمد، فتح، قیامت، عبس، تکویر، فجر، بلد او ضحی سورو آیتونه رااخیستي او له هغو څخه ئې کیسې، هدفمندې موعظې او حکیمانه درسونه پور کړي دي.
مالک صقور په خپلې څېړنې کې چې «پوشکین او قرآن» نومېږي، یادونه کوي چې پوشکین لومړی ځل قرآن هغه مهال ولوست، چې د «میخائیلوفسکي» په کلي کې په جلاوطنئ کې ؤ، او دې موضوع ته ئې په خپل شعر «حفاره» کې هم اشاره کړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4322499