IQNA

نهج‌البلاغه د قرآن تر څنګ؛ د قرآن د درې دېرشم نړیوال قرآن نندارتون اصلي چورلیز

6:30 - December 24, 2025
د خبر لمبر: 3492212
ایکنا - د نهج‌البلاغې د کلتور د پراختیا او دودیدا د  مرکز  د علمي کمېټې دوهمه غونډه د حجت‌الاسلام والمسلمین ارباب‌سلیماني او د نهج‌البلاغې د یو شمېر پوهانو په شتون  کې ترسره شوه.

  ایکنانیوز د کلتور او اسلامي لارښود وزارت د قرآن او عترت د عالي مرکز د عامه اړیکو له قوله راپور راکوي، د دغه مرکز مشر ، حجت‌الاسلام والمسلمین حمیدرضا ارباب‌سلیماني، د نهج‌البلاغې د قرارګاه د لارې نقشې د برابرولو  پر اړتیا ټینګار وکړ او وې ویل: حاضرو استادانو په  عملي ډګر کې ارزښتناک بحثونه وړاندې کړل، او هر یوه  د لارې خپله   نقشه وړاندې کړه چې د درناوي وړ ده؛ خو اړینه ده چې په راتلونکو غونډو کې یوې ګډې پایلې ته ورسېږو،  څو دا قرارګاه عملي ملاتړ ولري.

هغه د رهبر معظم انقلاب هغې وینا ته اشاره وکړه چې فرمایلي یې دي:

«د انسان یو نېکمرغه ژوند، له ټولو اړخونو او ځانګړتیاوو سره، له نهج‌البلاغې څخه زده کېدای شي»

 هغه دغه راز زیاته کړه: د دې موخې د تحقق لپاره باید د نهج‌البلاغې د دودیدا  او پراختیا په برخې کې فکري او علمي خوځښت رامنځته شي.

د قرآن او عترت د چارو مرستیال وزیر د روژې په مبارکه میاشت کې د قرآن د  درې دېرشم نړیوال  نندارتون د ترسره کېدو یادونه وکړه او و ې ویل: د دې نندارتون یوه مهمه برخه د نهج‌البلاغې موضوع ته ځانګړې شوې ده، او اړینه ده چې د دې برخې د محتوا د بډایونې لپاره ځانګړي تدابیر ونیول شي.

https://iqna.ir/fa/news/4324430

captcha