
ایکنانیوز د «صدی البلد» له قوله راپورر اکړی، محمد الملاح د پاکستان د خلکو د یوې سترې ډلې ترمینځ د خپل تلاوت او د یوه ګډونوال له لوري پر ده د پیسو شیندلو په اړه منتقدینو ته په ځواب کې وویل: په پاکستان کې د تلاوت پر مهال پر قاریانو د پیسو شیندل د دغه هېواد د کلتور، دودونو او عنعناتو یوه برخه ده او یو عام دود او له تلاؤت کونکي سره د خلکو مینه بلل کېږي.
هغه زیاته کړه: پاکستانیان په دې کار سره له قاریانو سره خپله مینه او ګروهنه څرګندوي، او هغه قاریان چې د قرائت او تلاوت لپاره پاکستان ته سفر کوي، له دې کلتور سره ښه بلد وي. همدارنګه هغوی عجم (غیر عرب) دي او په عربي ژبه نه پوهېږي.
الملاح وویل: دا مناسبه نه ده چې قاري د هغوی کلتور بدل کړي؛ همدارنګه قاري نه شي کولی د تلاوت پر مهال د محفل ټولو پېښو ته پام وکړي او یا ګډونوال چوپتیا ته اړ کړي. ډېری قاریان په اردو ژبې نه پوهېږي څو خلک له دې کاره منع کړي.
هغه وویل: د تلاوت په مراسمو کې ټولو ګډونوالو غوښتل چې خپله ستاینه د خپل کلتور، دودونو او عنعناتو سره سم څرګنده کړي.
هغه زیاته کړه «خو زه د هغو کسانو ملاتړ کوم چې د دې کلتور مخالف دي، او زه د هغوی تر څنګ درېږم، دا کړنه ردوم او د تلاوت پر مهال د رامنځته کېدونکو دې ډول نامناسبو تکراري کړنو مخالف یم.»
الملاح وویل: پرون یو قاري قرآن تلاوت کاوه، پنځه پاکستانی سوداګر راغلل او ورته یې ډېرې پیسې ورکړې. دا ډول پېښې تل کېږي. زه د هغوی سیستم نه شم بدلولای او له هغوی سره هېڅ کار نه لرم. زه یوازې دلته د قرآن د تلاوت لپاره راغلی یم. زه ازهري یم، د الازهر پوهنتون د قرائت او د قرآن د علومو له څانګې فارغ شوی یم.»
په وروستیو کې د محمد الملاح یوه ویډیو خپره شوې چې پکې هغه د خلکو د یوې لویې ګڼې په منځ کې د قرآن کریم آیتونه تلاوت کوي. د تلاوت پر مهال څو کسان هغه ته ورنږدې کېږي او پر هغه پیسې شیندي؛ دا عمل چې د خلکو ترمنځ د «نقطه» په نوم پېژندل کېږي، په پاکستان کې د ځینو ټولنیزو مراسمو پر مهال د قدردانۍ د نښې په توګه دود دی. خو مصریان دا کار د قرآن کریم له مقام سره نااشنا او د منلو وړ نه بولي.
د دې ویډیو له خپرېدو وروسته، په ټولنیزو رسنیو کې د غوسې څپه راپورته شوه او ډېرو کسانو دا صحنه د قرآن د عظمت او سپېڅلتیا سپکاوی وباله. هغوی استدلال وکړ چې په دې ډول پیسې شیندل د قاري شان او مقام کموي.
ځینو کاروونکو پر قاري دا نیوکه هم وکړه چې ولې یې سمدستي اعتراض ونه کړ او یا یې دا چلند ونه دراوه، او ټینګار یې وکړ چې د محفل وقار ساتل د قاري دنده ده.
https://iqna.ir/fa/news/4324604