
ایکنا نیوز د «الوطن» ورځپاڼې په حواله لیکي، د مصر د منوفیه ولایت د «شبین الکوم» ښار اړوند د «کفر شنوان» کلي د اوسېدونکو درو کمعمره مصري خوېندو د یاد لپاره د قرآن کریم د حفظ او تلاوت سیالۍ تنظیموي، هغه خوېندې چې د ګیس د مسمومیت له امله ئې ژوند له لاسه ورکړ.
دا سیالۍ د رمضان په میاشت کې د «جنتي مرغان» تر عنوان لاندې ترسره کېږي او د دغو درو مصري خوېندو له کورنۍ سره د همدردۍ او یووالي څرګندونه کوي، چې په خپل کور کې د ګیس دڅڅیدا له امله وفات شوې دي.
دا سیالۍ د ټولنې پراخ ګډون څرګندوي، چې موخه یې د خیر او نیکۍ خپرول او د الهي کتاب د حفظ پر لورد ماشومانو هڅول دي.
محمد العربي، چې د کفر شنوان په کلي کې د دغو سیالیو له تنظیموونکو څخه دی، الوطن ورځپاڼې ته وویل: دا کار هغه مهال پیل شو چې د دغو درو نجونو مور په ټولنیزو رسنیو کې د قرآن کریم د سیالیو په اړه یوه تبصره خپره کړه او ویې ویل:
«الله دې تاسو وساتي، شیخ محمد. په الله قسم، دا ډېر ښکلی کار دی. زما لور غوښتل سږ کال د قرآن نیمائي برخه حفظ کړي او په دغو سیالیو کې ګډون وکړي، خو دا فرصت ئې و نه موند.»
هغه ټینګار وکړ چې د دغو درو خوېندو د درناوي په موخه، د قرآن کریم د سترې سیالۍ د تنظیم کوونکي پلاوي پرېکړه وکړه چې د سیالۍ نوم «جنتي مرغان» کېږدي، څو ئې یاد ژوندی پاتې شي.
العربي څرګنده کړه چې هېڅ وینا د هغې سترې غمیزې او درد نه شي بیانولی چې د دې کورنۍ په زړونو کې دی، خو موږ د الله تعالی پر ستر اجر باور لرو، د هغوی د صبر، د دې باور له امله چې خپلې لوڼې د الله بندګانې ګڼي، او دا چې د دغو درې نجونو برخه په جنت کې ډېره او غوره ده او د خپل رب په نزد لوړ مقام لري
هغه یادونه وکړه:دا سیالۍ هرکال د رمضان په میاشت کې د قرآن د حافظانو د درناوي په موخه ترسره کېږي،له کوم ځانګړي تشکل یاسازمان سره تړاو نه لري،بلکې د کلي د خلکوله لوري په خپله خوښه تنظیمېږي.
محمد العربي همدارنګه وویل: ارزښتناک انعامونه، لکه د لومړیو ګټونکو لپاره د عمرې سفر، په پام کې نیول شوي دي، او د غوره ګډونوالو د ستاینې مراسم به د رمضان میاشتې په وروستیو شپو ورځو کې ترسره شي.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې درې خوېندې: لس کلنه «اهداء»، اته کلنه «هدی» او پنځه کلنه «موده»، چې ټولې د کفر شنوان د کلي اوسېدونکې وې، د خپل کور د تشناب په وان کې د لامبلو پر مهال د ګیسو د څڅیدا له امله د ساه د بندیدا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغوی سمدستي د شبین الکوم ښوونیز روغتون ته ولېږدول شوې، خو په پای کې وفات شوې.
https://iqna.ir/fa/news/4324626