
ایکنا د «المساء» ورځپاڼې په حوالهزاپور راکړی، د الجزایر د «سعیده» ولایت د «سيدي بوبکر» په سیمه کې د «زلماطي الحاج» روزنیز بنسټ له خوا د زدهکوونکو لپاره یو قرآني ښوونیز پروګرام پلی شو.
دا پروګرام د «قرآني زدهکړه او د ملي هویت په ساتنه کې یې رول» تر عنوان لاندې د یوه درسي ورځې په بڼه، د قرآن کریم د استادانو او د جوماتونو د امامانو په ګډون ترسره شو، او د الجزایر د تېر او اوسنيو پړاوونو په اوږدو کې یې د قرآن د زدهکړې ځایگی روښانه کړ.
د زلماطي الحاج د روزنیز بنسټ مشر کوداد علي، وویل: په دې غونډه کې د قرآن د زدهکړې پر ارزښت ټینګار وشو، په ځانګړي ډول د فرانسوي استعمار پر مهال او له خپلواکۍ وروسته د الجزایر د ولس د یووالي او همبستګۍ په پیاوړتیا کې.
هغه زیاته کړه: د الجزایر قرآني ښوونځي د ملي هویت په ساتنه کې مهم رول لري، او د دغو ښوونځیو استادان او مشایخ په دې برخه کې ارزښتناک پروګرامونه پلي کوي.
کوداد علي وویل: هغه قرآني ښوونځي چې په جوماتونو کې فعال دي، لا ئې هم د علم زدهکړې، دیندارۍ، اجتهاد او متمدنانه چلند د منبر په توګه خپل رول ساتلی دی، او هر کال له دغو ښوونځیو څخه د قرآن کریم د حافظانو د پام وړ شمېر فارغېږي، چې ځینې یې خپلو زدهکړو ته په تعلیمي مؤسسو او آن پوهنتونونو کې دوام ورکوي.
هغه وویل: د دغو ښوونځیو هرکلی یوازې په ځوانانو پورې محدود نه دی، بلکې مشران هم پکې شامل دي، چې په لوړو عمرونو کې د قرآن د مینې له امله د زدهکړې او حفظ هڅه کوي.
مکي بن عثمان، چې د الجزایر له علماوو او مشایخو څخه دی، وویل: د دې هېواد د ازادۍ د انقلاب پر مهال قرآن د ملي هویت د ساتنې اساسي عامل و. هغه پر دې ټینګار وکړ چې قرآن باید بېلابېلو نسلونو ته ور وښودل شي، تر څو د راتلونکي لپاره رڼا وي، په ځانګړي ډول د هویت، ژبې او ملي تړاو د ټینګښت په برخه کې.
https://iqna.ir/fa/news/4324658