IQNA

په ملایشیا کې د فلسطین او د اسلامي امت د یووالي نړیوال کنفرانس ترسره کېږي

12:27 - December 27, 2025
د خبر لمبر: 3492224
ایکنا -د فلسطین او د اسلامي امت د یووالي نړیوال کنفرانس د اسلامي مذهبونو د نږدېوالي د نړیوالې ټولنې په نوښت، د ملایشیا د غیر حکومتي ټولنیزو بنسټونو د شورا (NGOs) او د دغه هېواد د فرهنګي بنسټونو په ګډون، او د اسلامي نړۍ د استادانو، علماوو او مفکرانو په شتون سره، د روان کال د لیندئ  یا مرغومي (دي) د میاشتې په ۳۰  نېټه په ملایشیا کې ترسره کېږي.

 ایکنانیوز د اسلامي مذ هبونو د نږدېوالي د نړیوال مجمعې د عامه اړیکو د دفتر په حواله لیکي ، د دې کنفرانس په څنډه کې به د عمومي ټولنې  د غړو غونډه هم د یادې ټولنې د عمومي منشي، د حجت‌الاسلام والمسلمین حمید شهریاري،په شتون کې ترسره شي.

همدارنګه د حجت‌الاسلام والمسلمین حمید شهریاري او د اسلامي مذ هبونو د نږدېوالي د نړیوال مجمعې د عالي شورا د غړو په شتون کې، د فلسطین او د اسلامي امت د یووالي د نړیوال کنفرانس لوګو (نښه) هم  افتتاح او معرفي شو .

دا لوګو د فلسطین او د اسلامي امت د یووالي د نړیوال کنفرانس د بصري هویت په توګه پلان  شوی او هڅه شوي درې اساسي مفاهیم؛ یعنې د اسلامي امت یووالی، فلسطین، او اسلامي ـ نړیوال هویت، په یو وخت کې انځور کړي. دا لوګو په ساده (مینیمال)، سمبولیک او رسمي ژبه پلان  شوی، چې د فرهنګي او نړیوالو ډیپلوماتیکو پروګرامونو لپاره مناسب دی.

د دې لوګو اساسي مفکوره د مسجدالاقصی او قدس شریف پرچورلیز ولاړه ده، چې د اسلامي امت د یووالي سمبول ګڼل کېږي. ټول بصري عناصر په مرکزي، همغږي او منظم ډول تنظیم شوي، څو د یووالي، تمرکز او انسجام مفهوم څرګند کړي.

همدارنګه د لوګو دایروي (سرکل )بڼه دا پیغام رسوي چې فلسطین د اسلامي امت د پاملرنې مرکز دی. یووالی، بشپړتیا، د اسلامي نړۍ بې‌سرحده والی، سوله او پيوستون د دې بڼې نورې معناوې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4324568

captcha