IQNA

د مسلمانانو د ولی امر پیغام په  اروپا کې مسلمانو محصلینو ته

د نننۍ نړۍ مهمه اړتیا؛ عادلانه ملي او نړیوال اسلامي نظام

14:26 - December 27, 2025
د خبر لمبر: 3492225
ایکنا - حضرت آیت‌الله خامنه‌ای د امریکا د پوځ د دروند یرغل او د هغه د شرمناکې ضمیمې د ماتې په یادولو سره، چې په سیمې کې د ایران د اسلامي ځوانانو د نوښت، زړورتیا او سرښیندنې په خاطر رامنځته شوې، ټینګار وکړ؛د فاسدو او مفسدو زورواکو  د وارخطائۍ اصلي لامل ایټمي بحث نه دی، بلکې دا دی چې د ایران اسلامي جمهوریت  د نړۍ د ناعادلانه نظم او د سلطه‌ګر نظام د مضبوتیا او پیاوړتیا پر ضد د مبارزې بیرغ پورته کړی او د عادلانه ملي او نړیوال اسلامي نظام پر لور ئې مخه کړې ده.

 ایکنانیوز د رهبرئ دستر مقام د ویب پاڼې له قوله راپور راکړی، د  اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه اي په اروپا کې د محصیلینو د اسلامی ټولنې کلنئ غونډې ته یو مهم پیغام لیږلی چې  متن ئې ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

بسم الله الرحمن الرحیم

قدرمنو  او خوږو  ځوانانو!

سږکال ستاسو هېواد، د ایمان، یووالي او پر ځان د باور په برکت، په نړۍ کې نوی اعتبار او وزن ترلاسه کړ. د امریکا د پوځ دروند یرغل او د هغه شرمناکه ضمیمه په دې سیمې کې، د ایران د اسلامي ځوانانو د نوښت، زړورتیا او سرښیندنې پر وړاندې ناکام  شول. دا ثابته شوه چې د ایران ملت، د خپلو وړتیاوو په کارولو سره، د ایمان او نېکو عملونو په سیوري کې، او د فساد ګرو او ظالمو مستکبرانو سره په ډغرې سره، کلک دریدلی او اسلامي ارزښتونو ته بلنه د پخوا په پرتله په لا لوړ غږ نړۍ ته  رسولی شي.

د یو شمېر پوهانو، قومندانانو او زمونږ د ګرانو عامو خلکو د شهادت په خاطر ژور  غم  او خپګان ، نه دی توانېدلی او نه به وتوانېږي چې د لوړ همت لرونکي ایراني ځوانان ودروي. د دغو شهیدانو کورنۍ پخپله د دې خوځښت له مخکښانو څخه دي.

خبره د ایټمي بحث او د هغه په څیر د نورو موضوعګانو نه ده. خبره د نننۍ نړۍ د ناعادلانه نظم او د سلطه‌ګر نظام د مضبوتیا پر وړاندې د مقابلې ده، او د عادلانه ملي او نړیوال اسلامي نظام پر لور د مخه کولو ده. دا هغه ستره دعوه ده چې د ایران اسلامي جمهوریت ئې بیرغ پورته کړی او فاسد او  فسادګر سرزوري  واکوالان  زورواکان ئې وارخطا کړي دي.

تاسو محصلین، په تیره بیا  هغه چې له هېواده بهر یاستئ، د دې ستر مسؤلیت یوه برخه پر اوږو لرئ. زړونه مو خدای ته وسپارئ، خپلې وړتیاوې وپېژنئ، او انجمنونه دې لوري ته ور وګرځوئ.    

خداوندمتعال له تاسو سره او بشپړ بریالیتوب هم ستاسو په انتظار کې دی ان شا الله

سیّدعلی خامنه‌ای

https://iqna.ir/fa/news/4325211

captcha