IQNA

د امام علي (ع) د حرم د بیرغ د بدلولو مراسم (انځوریزراپور)

16:04 - December 30, 2025
د خبر لمبر: 3492240
ایکنا- د حضرت امام علي (ع) د نېکمرغه زوکړې د کلیزې په درشل کې، د هغه بزرګوار د سپېڅلي حرم د بیرغ د بدلون مراسم ترسره شول.

د ایکنا د راپور له مخې، د رجب المرجب د مبارکې  میاشتې د دیارلسمې نېټې له نږدې کېدو سره هممهاله، چې د مؤمنانو د امیر حضرت امامعلي (ع) د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده،د نجف اشرف په علوي مقدس آستان کې د حرم خادمانو د بیرغ په بدلولو سره، د دې مبارکې ورځې د شاندارو مراسمو لپاره د چمتووالي نوې نښه وړاندې کړه.

د علوي حرم د بیرغ بدلول د دې سپېڅلې آستان له معنوي دودونو څخه دي چې هر کال د سترو مذهبي مناسبتونو په درشل کې د خادمانو له خوا ترسره کېږي او د الهي شعایرو د درناوي او د اهل‌بیت (ع) د خوښۍ او سرور د شپوورځو د پیل نښه بلل کېږي.

د حضرت امام علي (ع) د زوکړې په رانږدې کېدو سره، د علوي حرم صحنونه او رواقونه او برانډې د ځانګړو بیرغونو، کتیبو او ځانګړې فضاسازۍ له لارې معنوي او ولایي بڼه خپله کړې او نجف اشرف د هغو لسګو زره  زائرانو کوربه دی چې له عراق او نورو اسلامي هېوادونو څخه د لومړي امام شتون ته د مبارکۍ او عقیدت لپاره ورځي.

برگزاری مراسم تعویض پرچم حرم امام علی (ع)

برگزاری مراسم تعویض پرچم حرم امام علی (ع)

https://iqna.ir/fa/news/4325553

captcha