IQNA

د الجزایر په قرآني سیالیو کې د ۴۸ څخه زیاتو هېوادونو ګډون

14:27 - December 31, 2025
د خبر لمبر: 3492245
د الجزایر د نړیوالو قرآني سیالیو یوویشتمه دوره، چې د الجزایر جایزه بلل کېږي، د ۴۸ څخه د زیاتو هېوادونو د استازو په ګډون پیل شوه.

د ایکنا د راپور له مخې، د الجزایر راډیو ته په حواله، د حفظ او تلاوت د نړیوالو سیالیو یوویشتمه دوره د الجزایر د دیني چارو او اوقافو د وزیر، یوسف بلمهدی، تر څارنې لاندې پیل شوه، چې پکې د ۴۸ څخه زیاتو هېوادونو ګډون کړی دی.

هغه له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: د دې دورې ګډونوال هېوادونه، چې د الجزایر د ولسمشر سید عبدالمجید تبون په ملاتړ ترسره کېږي، له ۴۸ څخه زیات دي او ښايي په راتلونکو ساعتونو کې دا شمېر نږدې ۵۰ هېوادونو ته ورسېږي.

د الجزایر د اوقافو وزیر ټینګار وکړ چې دا شمېر د الجزایر د نړیوالو قرآني سیالیو د مقام پرله‌پسې وده ښيي.

د بلمهدی په وینا، دا سیالۍ د ویدیو کنفرانس له لارې او له لرې څخه د الجزایر د سفارتونو، قونسلګریو او دیپلوماتیکو استازولیو په کچه تنظیم شوې دي او د نړیوالو داورانو د یوې کمېټې تر څار لاندې ترسره کېږي، چې پکې څلور داوران له الجزایره، یو له سوریې او یو بل له عمان څخه دي.

هغه زیاته کړه: دا سیالۍ په بېلابېلو دورو کې د دې فرصت برابروي چې نوي قاریان او ځلانده استعدادونه، له داخل او بهر څخه، وپېژندل شي او همدارنګه د الجزایر پرمختګ د قرآن کریم د خدمت په برخه کې وښيي، چې دا پرمختګ د جوماتونو، قرآني ښوونځیو، زاویو (د قرآن دودیز مکتبونه) او د تلاوت د هیئتونو له لارې ترلاسه شوی دی.

بلمهدی وویل: د الجزایر دولت د ولسمشر د لارښوونو له مخې د نړیوالو قرآني سیالیو ملاتړ کوي او د نوو څانګو په زیاتولو او د نغدي جایزو په لوړولو سره، د قرآن د حاملانو (قاریانو او حافظانو) ځانګړې پاملرنه کوي.

د دې سیالیو لومړنی پړاو تر سبا چهارشنبې، د مرغومي تر ۱۰مې پورې دوام لري، چې له بېلابېلو هېوادونو څخه به ۲۰ تنه د وروستي پړاو لپاره وټاکل شي. دا وروستی پړاو به د «اسراء او معراج» د پېښې په مناسبت ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4325866

captcha