IQNA

د قرآن د زده‌کړې په برخې کې د پرکوَټو کسانو لپاره د انډونیشیائي څېړونکې نوښت

6:55 - January 07, 2026
د خبر لمبر: 3492279
ایکنا – انډونیشیائئ څېړونکې او مخترعې، میرمن اُمليه قادر،  د قرآن کریم د لوستلو او لیکلو د ښوونې لپاره د خپل نوښتګر ې رودې او طریقې   «اقرا سرداس» (Iqra Cerdas) د بریالیتوب خبر ورکړ.

 ایکنانیوز  د «المدینه» په حواله راپور راکړ، دا  روده په ځانګړي ډول د هغو مسلمانانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره پلان  شوی چې له ذهني یا فزیکي ننګونو او محدودیتونو سره مخ دي، او د جامع اسلامي زده‌کړې په ډګر کې یو د پام وړ لاسته‌راوړنه بلل کېږي.

په «اقرا سرداس» نومې کتاب کې وړاندې شوي ځانګړي ښوونیز ې طریقې  د ډېرو خلکو لپاره ډېرې اغېزناکې ثابتې شوي دي؛ له فزیکي معلولیت لرونکو یا معذورو کسانو  او د نفسیاتي  روغتیا له ستونزو سره مخ کسانو څخه رانیولې تر بوډا کسانو پورې.

میرمن اُمليه قادر ټینګار وکړ چې دا طریقه  په کوم ځانګړي وګړي پورې محدوده  نه ده، بلکې په بریالیتوب سره په رسمي او غیررسمي ښوونځیو کې هم پلي کېدای شي، چې ورته درسي پروګرامونه تعقیبوي.

«اقرا سرداس» د معذورو  کسانو د ملاتړ تر څنګ، نوو مسلمانانو ته هم یو عملي او د لاسرسي وړ حل وړاندې کوي، او هغوی ته دا اسانتیا برابروي چې د قرآن کریم لوستل او لیکل په خپلواکه او اغېزناکه توګه زده کړي. دا چاره د دین د ژور درک او په ټولنې کې د نغښتلتیا  د زیاتوالي لامل ګرځي

اُمليه قادر په دې اړه وویل: د «اقرا سرداس» اصلي موخه د  خداي د کتاب د زده‌کړې پر وړاندې د شته خنډونو له مینځه وړل دي. دغې رودې او طریقې  خپله وړتیا ثابته کړې چې هر مسلمان، پرته له دې چې فزیکي یا ذهني توان ئې څنګه وي، له قرآن سره اړیکه ټینګه کړي.

هغې زیاته کړه: موږ باور لرو چې د خلکو د توانمنولو او د زده‌کړې د پړاوونو د اسانه کولو له لارې به دا کار د اسلام د خپرېدو او پراختیا لپاره په ټولې نړۍ کې مثبت او د پام وړ اغېز ولري.

د لازیات ډاډ لپاره  ، د «اقرا سرداس» بریل کتاب  (د ړندو لیک) نسخه هم چمتو شوې ده. دا نسخه د هغو  وړ  ښوونکو د روزنې زمینه برابروي چې له  کم‌بینا زده‌کوونکو سره د کار وړتیا ولري. دا کار د ګډې (ترکیبي) زده‌کړې مفهوم پیاوړی کوي او د دې  رودې  د کاروَنې لمنه لا پراخوي.

https://iqna.ir/fa/news/4327086

captcha