IQNA

د ایران ملت به د تیر وخت په نسبت دخپل هیواد او نظام په قدرت سره ملاتړي وي

7:25 - January 11, 2026
د خبر لمبر: 3492295
ایکنا – د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر  د خبرواترو په بهیر کې د امریکایانو بې شرمه چلند ته په اشارې سره روښانه کړه ،درسته نړئ نندارچي وه چې د امریکاحکومت څرنګه  په داسې حال کې چې مونږ د خبرواتارو پر میز  وو، په ډيپلوماسۍ او مذاکراتو حمله وکړه او د نړیوالو مقرراتو او قواعدو څرګنده خلاف ورزي او انساني ضده جنایتونه ئې وکړل.

ایکنانیوز د ولسمشرۍ د ماڼئ د اطلاعاتو د څانګې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پژشکیان پرون ناوخته  د عمان له خارجه وزیر بد بن حمد البوسعیدي سره په کتنې کې د ایران داسلامی جمهوریت د سټراټژيک لومړیتوب په توګه  له اسلامی هیوادونو او ګاونډیانو سره د اړیکو پر پراختیا او د ترقۍ پر اهمیت په ټينګار سره روښانه کړه ،مونږ ټول اسلامی هیوادونه خپل وروڼه او دوستان ګڼو ، له ټولو هیوادونو سره پر دوستئ او د ارتباطاتو په پراختیا ټينګار کوو او  په دغو هیوادونو کې عمان  د سیاسی کلتوری  او دیني ژورو پیوندونو او مشترکاتو  د شتون په دلیل  د مونږ لپاره ځانګړی مقام لري. 

هغه ددواړو هیوادونود ګډ اقتصادي کمشن ترسره کیدا  ددواړدو هیادونو ترمینځ د ترسره شوو موافقو  د اجرا په بهیر کې د چټکتیا زمینه جوړونکی  او د تهران مسقط ترمینځ داړیکو د لاپراختیا لپاره  د تفاهم رامینځةکونکی وباله او وې وئيل؛ دایران کلک هوډ او اراده  ټولو زمینو کې  له عمان سره د ارتباطاتو پراختیا او د دوو اړخیزو موافقو اجرا  ده او هیله مند یوو ،  په ورور او دوست هیواد عمان کې ئې ترتیبات هم په هغه ځانګړي اهتمام سره چې  دعمان په مسئولانو کې موجود دی لازیات برابر شي.

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر دخپلو  څرګندونو پّ یوې بلې برخې کې د سیمې او نړۍ وروستیو بدلونون او د نړیوال امنیت او ثبات او سولې په ګډوډولو کې د امریکا او صهیونیستي رژيم   ورانکار رول ته په اشارې سره  ووئيل، د امریکا او صهیونیسټي رژيم ټوله هڅې  په سیمې کې د ناکراریو او جنګ د لمبو د زیاتولو  او په اسلامی هیوادونو کې د وحدت د رامینځةکیدا  دمخنیوي  او د درز اونفرت خورولودي څو خپلې بې شرمې او پلیتې موخې او نیّتونه په مرحلو سره اجرا کړي.

 هغه د خبرواترو په بهیر کې د امرکیایانو سپير او بې شرمه چلند ته پّ اشارې سره روښانه کړه، درسته نړئ نندارچي وه چې د امریکا حکومت  څرنګه په داسې ح ال کې چې  مونږ د خبرو اترو پر میز ناست وو، په ډيپلوماسۍ او مذاکراتو حمله وکړه او د درستو نړیوالو مقرراتو او قواعدو  خلاف ورزي او  انساني ضده  جنایتونه ئې وکړل او اوس هم په دې تصور سره چې د ایران اسلامی جمهوریت  هم د ځينو نورو هیوادونو په څير دی ، هماغه اقدامات د بلواؤ او اړئ ګړئ د رامینځةکولو لپاره د یو شمیر غولیدلو کسانو  په لمسؤلو سره او د  له نورو لارو   هماغه اقدامات کوي، په داسې حال کې چې د ایران ملت  دتیر په نسبت لازیات د  خپل هیواد او خپل اسلامی نظام لازیات مضبوط او کلک هوډ سره  ملاتړی دی.

 دعمان خارجه وزیر بدر البوسعیدي  هم په دغې کتنې کې له ډاکټر پزشکیان  سره  په لیدو د خوښئ په ښودلو  سره  او د ایران ملت او حکومت ته دعمان د سلطان د تاوده سلام په رسولو سره مسقط ته د  ډاکټر پزشکیان  د رغنده او ګټه ور سفر په یادولو سره  او ديرو ښو موافقو پّ ترسره کیدا سره هیله وښودله ، د تعاملاتو  او ددواړو هیوادونو  د ووزارتونو په دوامدارو ملګرتیاؤ په سیوري کې  دغه موافقې  په مرحلو سره  عملیاتي شي او د  اړیکو د لازیاتې پياوړتیا لپاره د نوو ظرفیّتونو د کشفیدا زمینه جوړونکي  شي. هغه روښانه کړه،له نړیوالو قوانینو او قواعدو او اصولو  څخه دلویدیځي هیوادونو د تیریدا شاهدان یوو  چې وینو چې د ایران د ایټمی موضوع پشمول د نړۍ د مسئلو دعادلانه  حل لپاره د جنوبی نړئ چغه پورته شوې  او ډيری هیوادونه حتی اروپائي هیوادونه هم صهیونیسټي رژیم  په سیمې کې د بې ثباتۍ اصلي علت ګڼي . 

بدرالبوسعیدي  ټينګار وکړ، عمان  له ایران سره  خپلې دوستۍ او ژمنتیا باندې ټينګ ولاړ دی  او په دې زمینې کې به د ایران د ملت  دمشکلاتو او مسئلو د حل او د یوې حل لارې درامینځةکولو په خاطر  هر ډول  مرستو او رو ل لوبونې ته تیار وي.

https://iqna.ir/fa/news/4327959/

captcha