IQNA

د سومالیه په باب د اسلامی ملګرتیا موسیسې غونډه ترسره شوه

10:30 - January 11, 2026
د خبر لمبر: 3492296
ایکنا – د اسلامی ملګرتیاموسیسې دعربستان په جدې کې ددغه اورګان په مرکز کې د سومالیه په موضوع او د سومالیه لینډ سیمې د په رسمیّت پيژندنې کې د صهیونیسټي رژيم په موضوع سره غونډه ترسره کړه.

یکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ،د اسلامی ملګرتیاموسیسې  د دغه اورګان  په مرکز  چې دعربستان په جده کې دی ، د  سومالیه د وروستیو حالاتو په موضوع سره  بیړنئ غونډه جوړه کړه.

دغه غونډه د سومالیه لینډ په ادعائي عنوان سره د سومالیه د شمالی بیلتون غواړو د سیمې د په رسمیّت پيژندنې پسې ترسره شوه چې په ځان پسې ئې پراخ منفي غبرګونونه درلودلي دي.

 له دې مخکې صهیونیسټي رژیم د ابراهم  موافقې په چوکاټ کې سومالیه لینډ بیلتون غواړي په رسمیّت پيژندلي وو.

 په همدې باب د صهیونیسټي رژيم  خارجه وزیر ګیدئون ساعر وئيلي دي چې دغه رژيم  او دسومالیه لینډ جمهوریت  د بشپړ ډيپلوماټيکو اړیکو د ټينګولو لپاره  یوه موافقه لاسلیک کړې ده چې پکې د سفیرانو ټاکل او د سفارتونو افتتاح شاملیږي.

هغه وئيلي دي ، دغه موافقه  له یوه کلنو خبرو اترو وروسته ترسره شوې ده.

د وحشي صهیونیسټي رژيم لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو  هم د سومالیه لینډ د بیلتون غواړو له مشر عبدالرحمن محمد عبداللهی  سره په ویډیو ئي کنفرانس کې ، هغه  ته نیواکي ټاټوبو ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.

د صهیونیسټي رژیم  دلومړي وزیر دفتر هم په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،  له سومالیه لینډ سره موافقه د آبراهم  موافقې په چوکاټ کې ترسره شوې ده. 

له دې مخکې دنیواکګر رژيم رسندویو  سومالیه لینډ د غزې  داوسیدونکو فلسطینییانو  د اجباري کوچیدا لپاره ددغه رژیم  د نظروړ یوه ټاکنه اعلان کړې ده.

دسومالیه لینډ بیلتون غواړو  په ۱۹۹۱کال کې له سومالیه خپله  خپلواکي اعلان کړې ،البته تر اوسه پورې د ملګروملتو هیڅ یوه هیواد  دوي په رسمیّت نه دي پيژندلي . دسومالیه لینډ بیلتون غواړي د سومالی شمالي سیمه په اختیار کې لري.

https://iqna.ir/fa/news/4327969  

captcha