
ایکنانیوز د الجزیرې له قوله راپور راکړ، چې صهیونیستي ښارګوټي مېشتو پر مسجدالاقصی یرغل کړی دی. د فلسطیني سرچینو په وینا، دا اقدام د وحشی نیواکګرو پولیسو په ملاتړ ترسره شوی دی.
د راپور پر اساس ، دا یرغلونه په پرلهپسې مرحلو کې د بابالمغاربه له لوري ترسره شول؛ هلته صهیونیستي ښارګوټيمېشتو پاروونکې کړنې ترسره کړې او د جومات په انګڼونو کې ئې تلمودي مراسم ادا کړل.
د صهیونیسټ میشته ښارګوټو له یرغل سره هممهاله، د نیواکګرو پولیسو الاقصی جومات ته د فلسطینيو لمونځ کوونکو د د داخلېدو پر وړاندې محدودیتونه زیات کړل، د هغوی پېژندپاڼې ئې وکتلې او ځینې ئې د مسجد په بهرنیو دروازو کې ونیول.
دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر په میاشت کې پر الاقصی جومات د صهیونیستانو یرغلونه او سپکاوي زیات شوي دي؛ تر دې چې د فلسطین د معلوماتي مرکز (PIC) د نیواکګرو ځواکونو او ښارګوټومېشتو له لوري په قدس کې ۴۰۸ تیري ثبت کړې دي.
یاد مرکز همداراز د تېرې میاشتې په اوږدو کې د الاقصی جومات پر انګڼونو د صهیونیستي ښارګوټو مېشتو د ۱۸ زره او ۹۶۳ یرغلونه ثبت کړی، چې دا د پخوانیو پړاؤنو په پرتله تر پام وړه زیاتوالی ښيي.
له ۲۰۲۵ کال راهیسې پر مسجدالاقصی د ښارګوټي مېشتو صهیونیسټانو یرغلونه او د هغوی له لوري پاروونکې نڅاوې او حرکات په څرګند ډول زیات شوي دي.
د صهیونیستي رژیم پولیسو او د اسرائیلي رژیم چارواکو، په ځانګړې توګه د کورني امنیت وزیر ایتامار بنګوېر، څو ځله د ښارګوټي مېشتو صهیونیسټانوددغو کړنو ملاتړ کړی او په ځینو موردونو کې ئې ان له هغوی سره ملتیا هم کړې ده.
الجزیره خبري چینل د مسجدالاقصی د بېلابېلو انګڼنونو انځورونه خپره کړل او ویې ویل چې دا کړنې او له ښارګوټومېشتو سره،د صهیونیستي پولیسو ملاتړ د ټولو نړیوالو قوانینو او تړونونو ښکاره خلاف ورزي ده، خو د دې د مخنیوي لپاره هېڅ نړیوال دباؤ نه تر سترګو کېږي.
د مسجد ابراهیمي متولي، معتز ابو سنینه،په دې اړه الجزیره خبري چینل ته وویل:نیواکګرو په ۲۰۲۵ کال کې د بېلابېلو نومونو او پلمو سره څو ځله د مسجدالاقصی د اذان خپرېدل منع کړي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4328071