
ایکنانیوز د «فلسطین الیوم» له قوله راپور راکړ،د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د عمومي منشي مرستیال محمد الهندي، وویل: صهیونیسټي نیواکګر د غزې تړانګې د ادارې لپاره د ټېکنوکراټ کمېټې د جوړېدو په بهیر کې خنډونه جوړوي او پر هغو نومونو څارنه کوي چې د دغې کمېټې د غړیتوب لپاره وړاندیز کېږي.
هغه زیاته کړه: صهیونیسټي رژیم د غزې تړانګې په ادارې کې د فلسطیني کورواکه تشکیلاتو له ګډون سره مخالف دی
الهندي وویل: صهیونیسټي دښمن حتی د رفح په تېرېدونکې لاره کې د فلسطین د بیرغ له پورته کولو سره هم مخالفت کوي.
د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ د عمومي منشي مرستیال یو ځل بیا ټینګار وکړ چې مقاومت د فلسطین د ملت نه جلا کېدونکې برخه ده او هېڅ ځواک به دا له منځه یونسي.
هغه د اسراییلو لهخوا د تړون له شرایطو څخه د ناوړې ګټې اخیستنې په غندلو سره وویل: دښمن هڅه کوي د قومندانانو په نښه کولو او د نیواکګرو سیاستونو د دوام له لارې، د خپلو ګټو لپاره نوي معادلې رامنځته کړي.
تر دې وړاندې هم د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د شنبې په ورځ اعلان کړی و چې صهیونیسټي رژیم د اوربند هوکړه د نړېدو له جدي ګواښ سره مخ کړې ده.
فلسطینيو سرچینو په وروستیو کې خبر ورکړی چې د حماس غورځڼګ یو پلاوی د «خلیل الحیه» په مشرۍ، د اوربند د هوکړې د دویم پړاو په اړه د نوو خبرو د پیل په موخه قاهرې ته تللی دی
یاد پلاوی د مصر د استخباراتي ادارې له مشر، تورن جنرال «حسن رشاد» سره ولیدل او د غزې تړانګې د ادارې لپاره د ۱۵ خپلواکو شخصیتونو څخه د جوړې شوې کمېټې د جوړېدو په اړه ئې خبرې وکړې.
تمه ده چې دا اداره د انتقالي دورې پر مهال د غزې اداره کول پر غاړه واخلي او د امریکا د ولسمشر په مشرۍ د «نړیوالې سولې شورا» د عنوان پر بنسټ تر څار لاندې فعالیت وکړي. د غزې د مقاومت ځواکونو هم ټینګار کړی چې دا اداره باید له وړ، خپلواکو فلسطینيو ټېکنوکراڼانو جوړه وي او حتمي دې د غزې د تړانګې اوسېدونکي وي، څو د غزې د ځانګړو شرایطو او د فلسطینیانو د کړاوونو د درک ډاډ ترلاسه شي.
https://iqna.ir/fa/news/4328346