IQNA

قرآنی فعالیتونه!

د پوهنتونونو د قرآن او عترت فعالانو د قرآن او مقدساتو د سپکاویو په محکومیت کې اعلامیه خپره کړه

14:15 - January 15, 2026
د خبر لمبر: 3492317
ایکنا- د ایران د پوهنتونونو د قرآن او عترت فعالانو  د وخت د حساسیّتونو په درک کولو سره ،د نړۍ د  مسلمانانو د ولی امر او نایب امام زمان  فرمان ته په غوږ اچولو  او د اجتماعي او اقتصادي حق د اندیښنو  او غوښتو په ترڅ کې  د دښمن خوځښټونه په بصیرت سره څارلي  او  د امام او شهیدانو آرمانونو ته د خپلې پابندي اعلان کړی او وئيلي ئې دي،  د حقه غوښتو او د  خداي د دین  دحق  د پوره کیدا په لاره کې تل پاتې  او د الهی نصرت دوعې د تحقق انتظار کوي.

یکنانیوز راپور راکړ، د پوهنتونو د قرآن او عترت د فعالانو په اعلامیې کې  چې قرآن کریم او مقدساتو  د سپکاویو او د بلواؤ په دمحکومیټ په لړ کې خپره شوې ده ،راغلي دي، یوځل بیا نړئ خور امریکائي استتکبار او م اشوم وژونکي صهیونزم  سپيره او پلیت لاسونه، د ایران د شریف او قدرمن  او پاکو خلکو په وینو سره ککړ شول.

کبرجن او لیوني ټرمپ د مستضعفو ملتونو باندې دتیریو په موخې سره ، البته په تیرو دولس ورځني جنګ کې  له سپير او بې شرمې ماتې سره سره  دې ځل د ایران دولس دغه مقدس اتحاد  په نښه کړی  او  دګډوډ اقتصادي وضعیَت باندې دخلکو د  اعتراض په څپې باندې په سواریدا او د سلطنت غواړو  وطن فروشو په ملتیا او د تالی څټو او خاینانو په ګمارلو سره په بلواؤ رامینځةکولو سره  د حکومتي او ولسی ځایونو ته او دغه راز د  ایران دملت احترام او عزت باندې دګوزار لپاره ناکرارئ جوړې کړي دي شیطانی تالی څټو د جوماتونو او  قرآنونو په سوځولو سره  که څه هم الهی نور  ئې پخپل چټي خیال سره کم  کړي،خو الهي اراده دا ده  چې

«یُریدونَ لیُطفئوا نورَ اللهِ بِاَفواهِهِم و اللهُ مُتِمُّ نُورِهِ ولَو کَرِهَ الکافرُونَ» (سوره صف؛ آیه ۸)

البته د  ایران د اسلامی جمهوریت فهیم پوهنتونوال  او میړني ځوانان او ویښ ملت ، په مثال ورکونکي بصیرت او د اعتراض او بلوا  ترمینځ  په عاقلانه فرق معلومولو سره د سی آئي اې ،موساد  او بیلتون غواړو ډلګیو او خرڅ شوو ګیدړانو څخه دغه اور  او خاورې په زړه سواندئ سره بیله کړې . شیطاني او مستکبرانو سرونه ئې په کاڼو سره ووهل څو  د سلمان  د ټاټوبی د فتح کولو هیله  له ځان سره ګور ته یوسي  او ډير زر به د فرعونیانو ،نمرودیانو  په سوځیدلي برخلیک  کې شامل شي.لکه چې د فجر سورې په ۱۴ آیت کې راغلي دي ؛ «إنَّ ربَّکَ لَبِالمِرصادِ»

 مونږ د پوهنتونونو  د قرآن او عترت فعالان  د وخت د حساسیتونو پّ درک کولو سره د  نایب امام الزمان عجل الله تعالی فرجه الشریف او دنړئ د مسلمانانو ولی امر  فرمان ته په غوږ اچولو سره ، ددښمنانو خوځښتونه په بصیرت سره څارو او  د اجتمعاي او اقتصادي حق د پوره کیدا دغوښتې په مطرح کولو سره ،  امام او د شهیدانو  آرمانونو ته  خپله پابندي اعلانوو، ،د خداي د دین د ملګرتیا او  د حق د لوړتیا په لاره کې تل پاتې او مقاوم  د الهي نصرت د وعدې د تحقق په انتظار کې یوو. «ولَیَنصُرنَّ اللهُ مَن یَنصُره إنّ اللهَ لَقَویّ عَزیزٌ» (سوره حج؛ آیه ۴۰)»

https://iqna.ir/fa/news/4328588

captcha