
ایکنانیوز د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتي وېبپاڼې په حواله راپور راکړ، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر، فیصل بن فرحان، په یوه ټیلیفوني تماس کې د دوهاړخیزو اړیکو او همدارنګه د سیمهییزو او نړیوالو بد لونونو په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.
په دې ټیلیفوني تماس کې د دواړو هېوادونو پر دې ټینګار وشو چې د ایران او سعودي تر مینځ اړیکې د دواړو لورو د ګډو ګټو په ټولو برخو کې لا پیاوړې کړي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، په ایران کې د تېرو دوو اوونیو د حالاتو د تشریح پر مهال وویل: دا بدلونونه د صنفي او اقتصادي سولهییزو اعتراضونو په بڼه پیل شول، خو د مرغومې یا جدی د میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه د صهیونیسڼي رژیم پورې تړلو ترهګرو عناصرو په منظمې واریدیدا سره په تاوتریخوالي بدل شول. هغه د سیمې د هېوادونو په کورنیو چارو کې د بهرنیو لاسوهنو د نړیوال غندنې پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل چې د ایران اسلامي جمهوریت به د ملي ملاتړ او ملي بصیرت پر اساس، د هر ډول بهرني ګواښ پر وړاندې د هېواد له حریمه په قوت او قدرت سره دفاع وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د امریکایي چارواکو لمسؤنکې او لاسوهونکې څرګندونې وغندلې او د سیمې د ټولو هېوادونو پر مسؤلیت ئې ټینګار وکړ چې د سیمې ثبات او امنیت د ناامنۍ رامینځته کوونکو کړنو او خوځښتونو پر وړاندې وساتي؛ په ځانګړي ډول د صهیونیستي رژیم د پراختیا غوښتونکو اقداماتو پر وړاندې.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان هم د سیمې په روان وضعیت او د هر ډول کړکېچ د زیاتېدو په پایلو د اندېښنې په څرګندولو سره، د سیمې د ثبات او امنیت د ساتلو لپاره د ډیپلوماټیکو لارو د کارولو او همدارنګه د سیمهییزو ملګرتیاؤ پر اهمیت ټینګار وکړ.
https://iqna.ir/fa/news/4328708