IQNA

د کلیوالو او قبایلو کوچیانو لپاره د قرآن کریم یو دېرشمې مرحلې سیالۍ ترسره کېږي

7:11 - January 20, 2026
د خبر لمبر: 3492333
ایکنا - د هېواد د کلیوالو او  قبایلو یا کوچیانو  لپاره د قرآن کریم د یو دېرشمې مرحلې د سیالیو نوم‌لیکنه د روانی میاشتې تر پای  پورې روانه ده، او هغه کسان چې شرایط لري د ۳۰۰۰۱۵۱۵ شمېرې ته د ۷۲ شمېرې په لېږلو سره د «کشاورز سلام»  په نامې سره سیسټم ته داخل شي او نوم‌لیکنه وکړي.

د ایکنا د راپور له مخې،د کرهڼې جهاد د وزارت له مهمو قرآني پروګرامونو څخه یو هم دهېواد د کلیوالو او کوچیانو یا قبایلو لپاره د قرآن کریم د یو دېرشمې مرحلې سیالیو ترسره کول دي.

دا سیالۍ له شلو کلونو څخه زیاته مخینه لري، او تېر کال له ۱۱ زرو څخه زیاتو کسانو پکې په بېلابېلو څانګو کې ګډون کړی و. د دې مرحلې  نوم‌لیکنه د روانې مرغومې یا جدې د  میاشتې تر پایه پورې دوام لري.

 مینه وال د ۳۰۰۰۱۵۱۵ شمېرې ته د ۷۲ شمېرې  په لېږلو سره د «کشاورز سلام» سیسټم ته داخل شي او نوم‌لیکنه وکړي.

د دغو سیالیو ولسوالۍ، ولایتي او سیمه‌ییز پړاوونه به د روژې  د مبارکې میاشتې تر مخه ترسره شي، او ملي پړاو به د راتلونکي کال د  غواي یا  ثور په میاشت کې ترسره شي. د تېرو کلونو ځینې ګټونکي د رهبرئ د ستر مقام  حضور ته رسېدلي او حتی د هغه په حضور کې ئې تلاوت کړی دی.

د کرهڼې  جهاد وزارت د مرکز مشر، مهدي نادري وویل: هیله لرو چې سږ کال هم د کلیوالو او قبایلو یا کوچیانو پراخ ګډون په دې قرآني بهیر کې ووینو.

نوموړي زیاته کړه: د دې پروګرام یوه ځانګړنه چې په تېرو دورو کې هم د کرهڼې جهاد وزارت د قرآني فعالیتونو د یوه بنسټیز اصل په توګه تعقیب شوې، دا ده چې له سیالیو سره یوځای ښوونه او روزنه هم ترسره کېږي. د همدې لپاره به د هغو استادانو له علمي تجروبو څخه ګټه واخلو چې د سیالیو د  قاضیانو په توګه  شتون لري.

https://iqna.ir/fa/news/4328961

captcha