IQNA

په فرانسه کې د مسلمانانو پر ضد د زیاتېدونکي توپیر په اړه خبرداری

13:33 - January 20, 2026
د خبر لمبر: 3492335
ایکنا –په فارانسېدکې د بشري حقونو ادارو د مسلمانو ټولنو پر ضد د دباؤ او توپیر د زیاتېدونکي بهیر په اړه خبرداری ورکړي.

یکنانیوز د فرانس پرس په حواله لیکلی دي، رسنیزو او د بشري حقونو راپورونو د مسلمانانو، په ځانګړي ډول د مراکشي‌الاصله ټولنې پر وړاندې د دباؤ او توپیر  د مخ په زیاتېدونکي بهیر په اړه خبرداری ورکړی دی.

څارونکي دا وضعیت د دین یا کلتور پر بنسټ د ډله‌ییز توپیر د بڼو د بیا راڅرګندېدو یوه اندېښمنوونکې نښه بولي.

د خپرو شوو رسنیزو راپورونو له مخې، یوې ډیجیټلي پلیټ فورم د کابو  ۳۰۰۰ جوماتونو او نږدې ۱۵۰۰ هغو سیمو معلومات، چې ډېری اوسېدونکي ئې مسلمانان دي، په یوه داسې معلوماتي اکاؤنټ کې ځای پر ځای کړي چې د عامو خلکو لپاره د لاسرسي وړ دی. دې اقدام د بشري حقوقو له لوري پراخې نیوکې راپارولي دي، ځکه چې دا کار د دین  یا اصليت پر بنسټ د ډله‌ییزې وېشنې او توپير د رامنځته کېدو لوړ خطر لري او له جدي قانوني پایلو سره مل بلل کېږي.

رسنیزو راپورونو د عربي ټولنو د غړو ګواهئ هم خپرې کړې دي چې پکې ویل شوي، دا ډول څارنه د دوی پر ورځني ژوند مستقیم اغېز لري او د توپيري او سپکاوي کونکو څرګندونو د زیاتېدو په فضا کې د هدف ګرځېدو احساس، اندېښنه او بې‌باوري لا پسې ژوره کوي. د همدې موضوع په تړاو، د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی چې د دغو کړنو دوام کولی شي له اسلامه ویرونه لا پیاوړې کړي او د برابرۍ او د بشري حقونو د درناوي هغه بنسټیز اصول کمزوري کړي چې د فرانسې د حقوقي او اساسي قانون نظام اساس جوړوي.

اړونده لورو د فرانسې له قضائي قوې وغوښتل چې د دې جنجالي کړنو  پاي ته د رسولو لپاره  دې مداخلت وکړي او د ملي قوانینو او نړیوالو کنوانشنونو  پلي کېدل دې  تضمین وکړي، هغه کنوانسیونونه چې د دین یا اصليت پر بنسټ هر ډول توپير جرم ګڼي، په داسې حال کې چې په څو اروپائي هېوادونو کې د مسلمانو ټولنو د ځپلو په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

تېره اوونۍ، د پاریس د ستر جومات متولي، شمس‌الدین حافظ (Chems-eddine Mohamed Hafiz)، تېر میلادي کال د فرانسې د مسلمانې ټولنې لپاره د لویو ننګونو له امله، چې د دین پر بنسټ د حذف تر کچې رسېدلې وې، له فیزیکي  او ذهني پلوه یو اغېزمن کال وباله.

هغه د څو ترهګریزو بریدونو په یادولو سره، چې د یو شمېر مسلمانانو د وژل کېدو سبب شول، د فرانسوي چارواکو چوپتیا او چلند په کلکه وغندله.

https://iqna.ir/fa/news/4329189

captcha