
ایکنانیو د قضایه قوې درسندوئي دفتر له قوله راپور راکوي، د قضائیه قوې د رسنیو مرکز ته په سپارل شوی اعلامیې کې راغلي دي: د ۱۴۰۴ د مرغومي یا جدي ۱۸ او ۱۹ نیټې له بلواؤ وروسته چې نه یوازې ګڼ شمېر ولسي وګړي، امنیتي او روغتیائي مدافعین، اور وژونکي او پولیس شهیدان شول، بلکې د خلکو او حکومتي شتمنیو ته هم پراخ زیانونه واوښتل، د ایران د قضائیه قوې د مشر له خوا یوه مهمه غوښتنه دهغو تورنو کسانو او ټولنو جدي څېړنه وه، چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول د دغو زیانونو لامل شوې دي.
په همدې لړ کې، د تهران څارنوالئ د هغوکسانو او ټولنو پېژندنه کړې چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول په وروستیو بلواؤ او ترهه ګرو اقداماتو کې ئې رول درلود، او د هغوی لپاره قضائي دوسیې جوړې شوې دي.
په دې راپور کې ویل شوي چې د تهران څارنوالئ د ۱۵ سپورټي شخصیتونو او هنرمندانو لپاره قضایي دوسیې جوړې کړي دي، او همدارنګه د سینماد کورنۍ له لوري د لاسلیک شویو ۱۰ کسانو لپاره هم دوسیه جوړه شوې ده.
د دې راپور له مخې، د دغو قضایي دوسیو په ترڅ کې د ځینو کسانو شتمنۍ توقیف شوې دي. یوه مهمه خبره دا ده چې د قضائي پلټنو لومړنیو پایلو له مخې، قاضیان دې نتیجې ته رسېدلي دي چې که کوم تورن کس د دغو پېښو د لامل کېدو په تور محکوم شي، نو هغه باید د خلکو او حکومتي شتمنیو د زیانونو یو برخه بېرته ورکړي.پر دغې موضوع بحث روان دی.
https://iqna.ir/fa/news/4329337