IQNA

د شعبانیه اخترونه مو مبارک شه!

د امام سجا(ع)پنځلسم نړیوال سمینار ترسره کیږی

13:35 - January 24, 2026
د خبر لمبر: 3492348
ایکنا- د ایران داسلامی جمهوریت په بندرعباس کې  د حضرت امام سجاد علیه السلام د نیکمرغه میلاد په مناسبت نن د سلواغې په څلورمه د  امام سجاد پنځلسم نړیوال سمینار ترسره کیږي.

کنانیوز راپور راکوي، د امام سجاد نړیوال کانګرس سږکال  د پنځلسم کال لپاره  او د اسلام د ګران پیغمبر (ص) د نیکمرغه میلاد له یو زر پنځه سومې کلیزې سره په یووخت  د ؛رحمت دپیغمبر ؛ په عنوان سره ترسره کیږي.

په لومړي کال دغه کانګرس یوازې په بندر عباس کې  البته  په نړیواله سویه او د بهرنیو میلمنو په شتون سره ترسره شو، خو پهورپسې کلونو کې  د هرمزګان ولایت په نورو ولسوالیو کې او ورپسې په نورو ولایتونو کې هم کانګرس ترسره شو.

دمګړئ د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزارت، د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ا دارې  او د اهل بیت (ع) دنړیوالې تولنې په غږملتیا سره په ۳۶ هیوادونو کې  او د هرمزګان ولایت سره په هماهنګئ سره ترسره کیږی، داسې چې سږکال  په لارتینې امریکا، افریقا ،اروپا او آسیا څلورو براعظمونو کې  په یووخت دغه کانګرس ترسره کیږی.

د کانګرس پنځلسم پړاؤ  د سلواغې په څلورومه   چې د شعبان المعظم د میاشتې له څلورمې نیټې سره برابره ده ،  و د امام سجاد علیه السلام د نیکمرغه میلاد په درشل کې دی، په بندرعباس کې  د  ایران داسلامی جمهوریت د  کلتور او اسلامی ارشاد د وزیر په شتون سره ترسره کیږی، همداراز په دغه کانګرس کې د روسیې پشمول د نورو هیوادونو د اهل تشیَع او اهل تسنن  لوي لوي عالمان  او متفکران ګډون کوي.

دې ته په پام سره چې د ایران هرمزګان ولایت کې زیاتره اهل سنت  له آئمه اطهار علیهم السلام  او امام سجاد علیه السلام سره  ډيره مینه لري او  د امام سجاد(ع) د دعاګانو او  ورسره نورو کتابونو څځه هم استفاده کوي، نو ځکه  په دغه ولایت کې له پنځلس کلونو مخکې څخه  ددغه کانګرس ترسره کیدا پیل شوې او تراوسه پورې دوام لري.

https://iqna.ir/fa/news/4329886

captcha