IQNA

 د؛ قرآن د قرائتونو دانشنامه ؛ د قرآني علومو د ډیجیټل کېدو په لور یو مهم ګام

13:57 - January 26, 2026
د خبر لمبر: 3492360
ایکنا - د قطر د قرآن د قرائتونو او د قرائت دعلومو دانشنامه» یوتخصصي ماډرن اثردی چې د علميخوندیتوب د ساتنې تر څنګ،د قرائت میراث په ډیجیټلي بڼه د قرآني علومو څېړونکو او مینه‌والو ته وړاندې کوي.

 ایکنانیوز د قطر د خبري اژانس په حواله راپور راکوي، د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزارت د «قرائتونو او قرآني علومو دانشنامې»په عنوان سره  یوه تخصصي قرآني دانشنامه د اسلام‌وب په وېب‌سایټ کې پرانیستې؛ دا یو مهم ګام دی چې په ډیجیټلي ډګر کې د قرآني علومو شتون پیاوړی کوي.

دغه وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا دانشنامه د مصر د قاریانو د پخواني شیخ‌القراء شیخ احمد عیسی المعصراوي په هڅو چمتو، راټوله او تنظیم شوې ده. دا اثر د یوې جامعې علمي مرجع په توګه، د قرآن دا دقیق علم په نوې او منظمې طریقې وړاندې کوي، داسې چې د څېړونکو، محصلینو او د قرآن کریم د مینه‌والو اړتیاوې په ټولو سطحو کې پوره کوي.

دا قرآني دانشنامه له هغه ثابت  علمي حقیقت څخه سرچینه اخلي چې د قرآن قرائتونه د قرآني الفاظو د تلفظ معتبرې او بېلابېلې طریقې دي، چې د کره روایتونو له لارې له رسول الله ﷺ څخه نقل شوي دي. علما په اتفاق سره د دغو قرائتونو پر اصولو او قواعدو هوکړه لري او ټول معتبر قرائتونه د تلاوت لپاره صحیح ګڼي، لکه څنګه چې د قرآن د قرائتونو په تائید شوو کتابونو کې راغلي دي.

دا اثر د دې لپاره چمتو شوی چې علمي مطالب د نويو زده‌کوونکو لپاره اسانه کړي، پرته له دې چې متخصصان له خپل اړین علمي ژورتیا څخه محروم کړي. په دې چوکاټ کې روایت او تخصص په متوازن ډول سره یوځای شوي دي. همدارنګه دا علم په منظم ډیجیټلي چوکاټ کې راټول، طبقه‌بندي او وړاندې شوی چې لاسرسی ورته اسانه کوي.

د قرائتونو او قرآني علومو دانشنامه پر دقیقو علمي رودو  ولاړه ده او د قرائت د څېړونکو له هڅو او تخصص څخه ګټه اخلي، په ځانګړي ډول د شیخ احمد عیسی المعصراوي له پراخې علمي تجروبې څخه، چې د دې اثر محتوا ئې بډایه کړې او علمي تګلاره ئې پیاوړې کړې ده.

دا کتاب د دې لپاره چمتو شوی چې داسې معتبر مطالب وړاندې کړي چې هم  ئې خوندي وساتي او هم علمي میتودولوژي. په دې دانشنامې کې د قرآن د لسو رسمي قرائتونو د مخکښانو پېژندنه، د هغوی راویان او د نقل نه شلېدونکې سلسلې وړاندې کېږي. وروسته د اصولو او توپیرونو تشریح کوي، د نقل طریقې روښانوي او د قرائتونو اړوند مهم علمي بحثونه څېړي؛ لکه د اوو قرائتونو او رسمي قرائتونو ترمنځ توپیرونه، او همدارنګه هغه نقلونه چې د اسلامي نړۍ په بېلابېلو سیمو کې تر ټولو ډېر  دود دي.

یاد اثر د قرآني علومو د یو شمېر چارواکو او مینه‌والو له لوري ستایل شوی او هغوی دا کتاب په مجازي فضا کې د قرآني محتوا لپاره یو ارزښتناک زیاتوالی او د قرآن د قرائتونو د علمي څېړنو په پرمختګ کې یو مهم ګام بللی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4330043

captcha