
ایکنانیوز د greaterkashmir له قوله راپور راکوي، په هندوستان کې د دیني لږکیو پر وړاندې تاوتریخوالی، په ځانګړي ډول د افراطي هندو ډلو له خوا، د نارندرا مودي د حکومت پر مهال چې د اسلامضده دریځ په دلیل په افراطیت او زوړپالنې پېژندل کېږي، لا زیات شوی او دا چاره د کورنیو او نړیوالو بشري حقونو اورګانونو جدي اندېښنې راپارولي دي.
د کشمیر د رسنیز مرکز د راپور له مخې، په اودیشا کې یو مسیحي پادري یا کشیش، هغه مهال چې په خپل کور کې ئې د کورنۍ او د ځايي ټولنې د غړو په شتون کې د دعا مراسم ترسره کول، د افراطي هندوانو د یوې ډلې له خوا تر برید لاندې ورغی.
هندي ورځپاڼې نیو ایندین اکسپرس راپور ورکړی چې بریدګرو د «بجرنګ دل» تنظیم پورې تړاو درلود. هغوی د کشیش پر کور برید وکړ، هغه ئې وواهه او دې ته ئې اړ کړ چې د «هندوتوا» ایډیالوژۍ اړوند شعارونه ورکړي؛ دا کړنه له پراخو غبرګونونو او غندنو سره مخ شوې ده. ورځپاڼې زیاته کړې،سره له دې چې قرباني شوو د مرستې غوښتنه کړې وه، پولیسو د بریدګرو پر وړاندې بېړنی اقدام ونه کړ.
د بشري حقوقو کارپوهانو د لږکیو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری ئې ورکړی چې د دې ډول پېښو دوام د ټولنیز یووالي بنسټونه کمزوري کوي او د قانون د حاکمیت او د اساسي حقوقو د ساتنې په اړه د چارواکو د ژمنتیا په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي
له بلې خوا، فعالانو ویلي چې دا بریدونه نه یوازې د دیني باور ازادي تر پښو لاندې کوي، بلکې د هغه څه له امله چې دوي ئې د «له مجازاتو د خلاصون فضا» بولي، د ټولنیز امنیت او کورني ثبات لپاره هم مستقیم ګواښ بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو کمېټې تر دې وړاندې په خپلو راپورونو کې په هند کې د لږکیو د ساتنې لپاره د اغېزمنو قوانینو د تصویب او پلي کولو پر اړتیا ټینګار کړی و، خو د حکومت لهخوا د دغو سپارښتنو د نه پلي کېدو موضوع، لا هم نړیوالې اندېښنې زیاتوي.
https://iqna.ir/fa/news/4330423