
یکنانیوز راپور راکوي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي نن د کابینې د غونډې تر څنګ، د خبریالانو په وړاندې د ایران او امریکا ترمینځ د مذاکراتو د وروستي وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: په وروستیو شپو ورځو کې زما او د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي سټیو وېټکاف ترمنځ هېڅ اړیکه نه ده ټينګه شوې او نه هم زمونږ له لورې د مذاکراتو کومه غوښتنه شوې ده.
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د امریکا لهخوا د ایران شاوخوا د پوځي چمتووالي د رامینځته کېدو او په عین حال کې د مذاکراتو د خبرو په اړه وویل: په نړیواله کچه دا دواړه تل یو ځای موجود وي؛ یعنې هم ګواښ وي او هم ډیپلوماسي.
په راپور کې وئيل شوي دي عباس عراقچي د دې یادونه وکړه چې بېلابېل منځګړي او هېوادونه له ایران سره په تماس کې دي، او زیاته ئې کړه: مونږ له هغو مینځګړو سره چې په ښه نیت هڅه کوي یو رول ولوبوي، اړیکه لرو، خو تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې او زمونږ له لورې هېڅ غوښتنه نشته.
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر، د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ولې امریکا په یو وخت کې هم د مذاکراتو خبرې کوي او هم د ایران شاوخوا پوځي صفبندي رامنځته کوي، وویل؛ په نړیوال ډګر کې دا دواړه تل یو ځای مطرح وي؛ یعنې هم ګواښ او هم ډیپلوماسي. پوځي بحث او ډیپلوماسي تل موجود وي او هر یو خپله لاره لري. زمونږ دریځ هم دا دی چې د پوځي ګواښ له لارې د ډیپلوماسۍ عملي کول ګټوره او اغېزشیندونکي نتیجه نشی ورکولی. که هغوی غواړي چې مذاکرات پیل شي، نو حتماً باید ګواښ، زیات غوښتنه او د غیرمنطقي موضوعګانو مطرح کول پرېږدي.
عباس عراقچي د دې خبرې په یادولو سره چې مذاکرات خپل اصول لري، وویل: مذاکرات باید د برابر دریځ، د متقابل درناوي او د ګډو ګټو پر بنسټ ترسره شي. دا چې یو لوری وغواړي د زور له لارې خپلو موخو ته ورسېږي، د منلو وړ نه دی او دا کار ډیپلوماسي هم نه بلل کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سیمې ځینو عربو هېوادونو لکه متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان اعلان کړی چې د ایران پر ضد د برید لپاره به د خپلې هوائي فضا د کارولو اجازت ور نه کړي، او دا چې آیا د جګړې د مخنیوي لپاره له عربي هېوادونو سره تعامل شته که نه، وویل: زمونږ اړیکې له هغوی سره په دوامداره او منظم ډول روانې دي. د هغوی سفیران دلته د ایران د بهرنیو چارو له وزارت سره په مستقیم تماس کې دي. زه له وزیرانو سره هم اړیکه لرم؛ د سېشنبې ماښام مې د قطر له بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړې دي.
عراقچي زیاته کړه: په ټولې سیمې کې دا لیدلوری شته چې هر ډول پوځي ګواښ به د ټولې سیمې د بېثباتۍ لامل شي، په ځانګړي ډول د هغو ځانګړتیاوو له امله چې په سیمې کې د امریکاشتون ئې لري.
https://iqna.ir/fa/news/4330850/