
ایکنانیوز د رهبرۍ د ویب پاڼې له قوله راپور راکړ، د سباوون د لسیزې په لومړۍ ورځ کې د اسلامي انقلاب معظم رهبر امام خامنه ای له زرګونو خلګو سره په کتنې کې د د سلواغې ۱۲ یوه ځانګړې او تاریخي ورځ وبلله او په یوه ولسي،دیني او د مستکبرانو ضد حکومت باندې د پهلوي پېیلې،شخصي، استبدادي او غیردیني حکومت بدلېدل، د ایران د نیولو لپاره د امریکا هڅه او د دې لالچ په خلاف د ایران د زړه ور ولس ودرېدنه د ایران او د امریکا د ۴۷ کلنه ټکر له اصلي عواملو څخه وبلله.
د اسلامي انقلاب معظم لارښود د امریکایانو وروستیو خبرو ته په اشارې سره، زیاته کړه: هغوي وار له مخکې هم د ایران د ولس د ویرولو لپاره، ویل چي ټوله ټاکنې د میز په سر باندې دي او البته باید پوهه شي چي که دا ځلې نښته وکړي، «سیمه ایزه جګړه» به پیله شي.
حضرت ایت الله خامنه ای، خپلو خاوندانو یعني ولس ته د ایران ورستنېدل او له ایران څخه د امریکا د لاس او د نفوذ پرې کول ئې د اسلامي نظام له ځانګړنو وبلله او وویل: دا ځانګړنه، امریکایي لالهانده او پرېښانه کړې ده او له همهغې ورځې څخه له ولس او نظام سره، دښمنئ ته ملا وتړله.
حضرت آیتالله خامنهای د ایران په بیلابیلو برخو کې پرمختګونو ته په اشارې سره وویل: څوک به باور کاوه چې د ایران ملت به هغه ځای ته ورسیږي چې امریکایان د هغه جوړ شوي وسلې څخه کاپي واخلي، دا ټول په ځان باور، هیلو او لوړو هیلو پایله وه چې امام خمیني (ره) د هیلو او په ځان باندې د باور د سمبول په توګه په ملت کې رامنځته کړه او خلک ئې د پرمختګ او کار لپاره وهڅول.
هغه د بهرنیو او کورنیو بدو شیطانانو د وسوسو یادونه وکړه چې ادعا کوي ایرانی ځوان هیله او راتلونکی نه لري»، او وې ویل: ایرانی ځوان هم هیله لري او هم هڅه، او راتلونکی به هم ستاسو د سترګو په ړندولو سره جوړه کړي.
د اسلامي انقلاب معظم لارښود په خپلو خبرو کې « د مرغومې ۱۸ او ۱۹د فتنې په امریکائي او صهیونیسټي ماهیت باندې په ټینګار سره، بلواګر له «لیډرانو» او «پیادهنظام» څخه جوړ وبلل او زیاته ئې کړه: لیډران یا سلیبریټیاان ئې چې ډیری ئې نیول شوي دي، لکه څنګه چې اعتراف ئې کړی، د خپلو کړنو لپاره ئې پیسې اخیستې او په مرکزونو حمله کولو او د ځوانانو د غونډولو او حرکت ورکولو څرنګوالي لپاره روزل شوي وو؛ خو د بلواګرو بله ډله ځوانان وو چې ډیره ورسره ستونزه نه لرو.
حضرت آیتالله العظمی سید علی خامنهای د امریکا د ولسمشر خبرې د وروستۍ فتنې د امریکایي او صهیونيستي توب څرګنده نښه وبلله او ویې ویل: هغه په صراحت سره هغو بلواګرو ته چې د ایران خلک ئې بولي وویل «مخکې لاړ شئ مونږ هم درځم! البته د دوي له نظره دا څو زره بلواګر د ایران خلک وو خو هغه میلیونونه کسان چې د مرغومې په ۲۲ په ټول هیواد کې ئې لاریون وکړ د ایران خلک نه دي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اسلامي جمهوریت نوې لاره او فکر او د نړۍ د سر زورو له ګټو سره د اسلامي انقلاب ټکر د دوي د دښمنۍ د دوام لامل وبلل او و ې ویل: له همدې امله، وروستی فتنه لکه څنګه چې په تهران کې لومړۍ فتنه نه وه، وروستۍ فتنه به هم نه وي او ممکنه ده په راتلونکو کې هم دا ډول پېښې تکرار شي.
دوي زیاته کړه: دا دښمنۍ به تر هغه وخته دوام وکړي چې د ایران ملت په ثبات، مقاومت او په چارو بشپړ واکمنۍ سره دښمن ناهیلي کړي چې مونږ به دې ټکي ته هم ان اشاالله ورسیږو.
حضرت آیتالله خامنهای د وروستئ امریکائي فتنې د ځانګړتیاوو په تشریح کې، د هغې لومړۍ ځانګړتیا د تاجرانو تر شا د بلواګرو پټیدل وبلل او وې ویل: فتنهګر لکه هغه جنایتکاران چې په ښارونو باندې په بریدونو کې ښځې او ماشومان د خپل ډال په توګه د ځان د بچولو لپاره کاروي، د بازاروالو تر شا پټ شول څو ونه وپېژندل شي حال دا چې بازاریانو یا تاجرانو منطقي او سمې خبرې یې کولې او سړکونو ته راوتلي وو.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود زیاته کړه: البته هوښیار بازاروال او تاجران د بلواګرو کړنې لکه د پولیسو پر مرکزونو بریدونه ولیدل او پر ځای د حرکت کولو، له هغوی ئې ځان جلا کړ او فتنهګر ئې یوازې پرېښودل.
هغه د وروستۍ فتنې دویمه ځانګړتیا د د کودتا بڼه وبلله او ویې ویل: دغه فتنه لکه څنګه چې ځینو په نړۍ کې هم ورته اشاره کړې، د کودتا په څېر وه؛ البته وځپل شوه خو د هېواد د حساسو او مؤثره مرکزونو ویجاړول د پولیسو، سپاه مرکزونو، ځینو دولتي ادارو او بانکونو پر ضد بریدونو او د معنوي عناصرو لکه جوماتونو او قرآن پر وړاندې حملې، دغه حقیقت څرګندوي.
حضرت آیتالله العظمی سید علی خامنهای په بهر کې د فتنې ډیزاین او د بېلابېلو امکاناتو لکه سټلایټي استخباراتو په کارولو سره د داخلي پيّلو ګواډګیو لارښوونه د دی بلوا بله ځانګړتیا وبلله او یادونه ئې وکړه: د ترلاسه شویو معلوماتو پر اساس، یو اغېزمن امریکائي عنصر په حکومت کې خپل ایرانی اړخ ته ویلي دي چې د سیا او موساد استخباراتي ادارو په دې قضیې کې خپل ټول امکانات میدان ته راویستل.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د وژنو د شمېر د لوړولو لپاره د بلواګرو د مشرانو د بریا په اړه د خواشینی په څرګندولو سره وویل: د انسان زړه د دغو بېخبره او بېتوجه ځوانانو لپاره سوځي.
حضرت آیتالله العظمی سید علی خامنهای د دښمن هڅو ته په اشارې سره چې غوښتل یې د وژل شویو شمېر لس چنده وښئي، وویل: هغوی غوښتل چې د وژل شویو شمېر له دې هم زیات وي؛ البته همدا اندازه مرګژوبله هم ډېره د خواشینئ وړ ده.
د وروستئ فتنې په اړه وروستۍ ځانګړنه چې د اسلامي انقلاب معظم لارښود ئې یادونه وکړه، د داعش په څېر د هغوی تاوتریخوالی و؛ هغه د داعش په جوړولو کې د امریکا په لاس لرلو د ټرامپ د اعتراف په اړه وویل: په وروستۍ فتنه کې هم امریکایانو هغه داعش جوړ کړ چې کارونه ئې د هماغه داعش په څېر وو. داعش د بې دینۍ په تور پورې کولو سره خلک به ئې په تاوتریخجنه توګه ترې تم کول، او دوی یعني بلواګرو هم خلک په هماغه تاوتریخجنې طریقې سره له منځه وړل خو د دیندارۍ له امله ئې، او په عجیبه بې رحمه او ظالمانه توګه ئې خلک ژوندی وسوځول او سرونه ئې ترې غوڅ کړل.
https://iqna.ir/fa/news/4331592