
یکنانینوز د پارس تودی له قوله راپور راکوي، د ایران اسلامي انقلاب د شلمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې تر ټولو مهم او لوی انقلاب ګڼل کېږي؛ د انقلاب بریا په حقیقت کې د یوه لوی ولس د ارادې پلي کېدل وو چې خپلواکي او عزت ترلاسه کړي او د استکباري قدرتونو تر واک لاندې نه وي؛ کله چې نړۍ د ختیځ او لویدیځ ترمنځ ویشل شوې وه. د ایران د خلکو انقلاب د "نه ختیځ، نه لویدیځ" په شعار سره او د امام خمیني (رح) په مشرۍ د ۱۳۵۷ کال د سلوغۍ په ۲۲مه نېټه کې بریالی شو.
په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د سلوغۍ له ۱۲ څخه تر ۲۲ د انقلاب د بریا ورځ وه، په دې ورځو کې په ایران کې داسې بدلونونه رامنځته شول چې د فاسد شاهنشاهي نظام د ړنګولو لامل شول. دغه ۱۰ مهمې ورځې د شاهنشاهي رژیم او د هغه ملاتړو، منجمله د امریکا، محاسبې ګډوډې کړې؛ وطن ته د امام خمیني ره د راستنېدو د مخنیوي د دسیسي ماته د سلوغۍ په ۱۲، د امام خمیني (رح) له خوا د موقتي حکومت جوړول، د حساسو برخو لکه د نفتو صنعت د کارکوونکو له خوا د خلکو د انقلابي پاڅون سره همغږي اعلانول، د امام په امر د سلطنت شورا منحلول، د نظامي حکومت مقررات بې اغېزې کېدل او د خلکو په سړکونو کې شتون، او له امام سره د سلوغۍ په ۱۹ نیټه د یو شمېر همافرانو تاریخي بیعت د انقلاب د بریا مهمې او برخلیک جوړونکې پېښې وې.
د امام خمیني (ره) په مشرۍ د ایران اسلامي انقلاب له سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري اړخونو څخه د نورو هیوادونو د هیڅ یوه انقلاب سره پرتله کېدونکی نه دی. په حقیقت کې د اسلامي انقلاب پرته، د نورو هیڅ یوه انقلاب ځانګړتیاوې او عناصر چې د یو ریښتیني انقلاب وي او ټول باورونه او ارزښتونه د هغه ټولنې او د ټولنیزو پرګنیو بشپړه ګډون پکې شامل وي، نه لري.
په هغه کال کې چې د نهضت د اوج نیولو کال و او له هغه مخکې کلونو کې امام خمیني (ره) چې د ایران د ټولنې سیاسي، کلتوري او ټولنیزو حالاتو څخه خبر وو، "الهی تحول" د بریا او د بریالیتوب تر ټولو مهم عامل راز ګڼلو چې د خلکو په روح کې رامنځته شوی و. په داسې شرایطو کې؛ خلک د امام د خبرو له امله بدل شول او په ورته وخت کې د خدای تعالی په درناوي سره، د ظلم شاهی رژیم څخه ویره نه درلوده او په زړورتیا یې د دې رژیم پر وړاندې ودریدل.
د ۱۳۵۷ لمریز کال د سلوغۍ په ۱۲ د امام خمیني (ره) بیرته راستنېدل او په هماغه کال کې د اسلامي انقلاب وروستۍ بریا ، د ایران د معاصر تاریخ دوه ټاکونکي پړاوونه ګڼل کېږي. دغه لس ورځې نه یوازې د یو ولسي حرکت پیل او پای و چې د استبدادي شاهی نظام پر ضد و، بلکې د ایران د ملت په ټولنیز، سیاسي او کلتوري ژوند کې د یوې نوې پړاو پیل هم ګڼل کېږي.
له امام خمیني (ره) څخه، د میلیونونو خلکو تاریخي هرکلی د خلکو ایمان او یووالي او د دیني مشرتابه او د ټولنې د عمومي غوښتنې ترمنځ ژوره اړیکه ښيي. د ایران اسلامي انقلاب په ۱۳۵۷ کال کې نه یوازې په حکومت کې سیاسي بدلون راوست، بلکې یو کلتوري، ارزښتي او فکري انقلاب و چې د خلکو د فردي او ټولنیز ژوند ټول اړخونه یې اغېزمن کړل. د دې انقلاب بریا د یوه ملت د ایمان، یووالي او هوډ انعکاس و چې په الهي ارزښتونو، انساني کرامت او ملي خپلواکۍ باندې تکیه کړې وه او پرېکړه یې وکړه چې خپل راتلونکی له سره جوړ کړي.
د تاریخي لید له مخې، اسلامي انقلاب وتوانېد چې د ایران انځور په نړۍ کې بدل کړي. دغه انقلاب د آسیا، افریقا او لویدیځې آسیا نورو ملتونو ته الهام ورکړ او وښودله چې ایمان او پوهاوی کولی شي لوی ځواکونه وننګوي. ډیری د آزادۍ غوښتونکي غورځنګونه وروسته د ایران له نمونې زده کړه وکړه او په خپلو مبارزو کې یې د استقلال، عدالت او مقاومت په څېر ورته ارزښتونو څخه ګټه واخیسته.
د اسلامي انقلاب اغېزې لا هم دوام لري. دغه انقلاب نه یوازې د هیواد سیاسي جوړښت بدل کړ، بلکې د ځان باور، مقاومت او علمي وده روحیه یې په ایران کې ژوندۍ وساتله. د سباوون لسیزه او د انقلاب د بریا یادونې ورځې یوه موقع ده چې په دې ارزښتونو بیا کتنه وشي ترڅو نوې نسلونه هم پوه شي چې هغه څه چې ایران ویاړمن او خپلواک ساتلی، هماغه ایمان، یووالی او د خلکو آرمان غوښتنه ده.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170246