IQNA

د مصر د نامتو قاریانو ژوندلیکونه د کتاب په بڼه خپاره شول

16:24 - February 01, 2026
د خبر لمبر: 3492392
ایکنا- د «اعیان دولة التلاوة» (د مصر د تلاوت د محفل بزرګان)  په عنوان سره  کتاب، د قاهرې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال کتاب نندارتون له پیلېدو سره هم‌مهاله، په مصر کې چاپ او خپور شو.

 ایکنانیوز د «فیتو» له قوله راپور راکړ، دا کتاب په عربي ژبه د محمد السید غُنیم له‌خوا لیکل شوی او د مصر د تلاوت تاریخ ئې مستند کړی دی. په دې اثر کې د مصر د تلاوت د ۵۰ نامتو قاریانو ژوندلیکونه راغلي دي.

دا قاریان هغه کسان دي چې د مصر او د اسلامي نړۍ د اورېدونکو ترمینځ ئې د خپلو تلاوتونو له لارې ژور اغېز پرېښی؛ ځینې ئې ډېر مشهور شوي او ځینې نور پرته له پراخ شهرته د قرآن کریم تلاوت ته وقف پاتې شوي دي.

د کتاب لیکوال د مستند کولو او شننې له لارې د قاریانو د ژوند انساني اړخ ته پاملرنه کړې، او د مصر د تلاوت بېلابېل مکتبونه او د هغوی اغېز ئې د قرآن د غږ او لهجې  د ودي په برخې کې تشریح کړی دی.

هغه لیکي چې «د مصر د تلاوت د محفل بزرګان»نومې کتاب  یوازې یو مستند کتاب نه دی، بلکې دا د هغو قاریانو پر وړاندې د وفادارۍ او مینې څرګندونه ده چې له قرآن سره ئې مینه لرله او په اخلاص سره ئې تلاوت وړاندې کاوه.

په دې کتاب کې د قاریانو د ژوندلیکونو تر څنګ، د هغوی مهمې هنري ځانګړنې او هغه ځانګړتیاوې هم بیان شوې دي چې د هر قاري د تلاوت مکتب او اسلوب یې له نورو بېل کړی دی.

د «دار ریشه» د خپرونو او وېش مرکز دا کتاب چاپ کړی، او دا اثر د قاهرې د نړیوال کتاب نندارتون د  شپو ورځو پر مهال د مینه‌والو لپاره د لاسرسي وړ ګرځول شوی دی.

د تلاوت د تاریخ مینه‌وال، د علم لټونکي او هغه ځوانان چې غواړي د مصر د اصیل تلاوت له مکتبونو سره بلد شي، کولای شي د دې کتاب له منځپانګې ګټه پورته کړي.

د قاهرې د کتاب  ۵۷ نړیوال نندارتون د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۲۳  (د سلواغې ۳ ) د مصر د نړیوالو نندارتونونو په مرکز کې پیل شوی او د فرورۍ ۳  پورې به  دوام ولري.

د دې پړاؤ  شعار دی:

«د مطالعې یو ساعت درول؛ د پېړیو شاتګ :

په دې نندارتون کې د نړۍ له ۸۳ هېوادونو څخه ۱۴۵۷ خپرندوي بنسټونه ګډون لري.

https://iqna.ir/fa/news/4331349

captcha