
ایکنانیوز د روئيټرز له قوله راپور راکړی، د نړئ دکاتولیکانو رهبر لومړنئ امریکائي پاپ لیؤ په واټيکان کې پخپلې اونیزې وینا کې ووئيل؛د اوسنئ نړئ وضعیّت ایجابوي چې ممکنه ده ځیني کارونه د نوی وسلوالې سیالۍ د مخنیوي لپاره ترسره شي.
دغه تړون چې به ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شوی ،ټاکل شوې ده نن پنجشنبې ورځې پاي ته ورسیږی، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ستمبر کې وړاندیز کړی چې دغه تړون د یوه بل کال لپاره په غیر رسمی توګه تمدید شي،خوتر چارشنبې ورځې پورې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ دغې غوښتې ته هیڅ ځواب نه دی ورکړی.
پاپ لیؤ پخپلې وینا کې دغه راز ووئيل زه یوه فوری غوښته لرم چې پکار ده احازت ورنکړل شي څو دغه تړون له مینځه لاړ شي، اوس له بل هروخته زیات ضروری ده چې د بې اعتمادئ او ویرې منطق په ځای یو مشترکه اخلاق جانشین شي، یو داسې اخلاق چې ټاکنې د عمومی خیر او هوساینې په لور هدایت کړئ شي.
د وئيلو ده چې سټارټ ټو نومې تړون د امریکا او روسیې ترمینځ د فرورئ په پنځمه نیټه یعنی پاي ته رسیږي او ددواړو هیوادونو ترمینځ د وسلو د کنټرول لپاره هیڅ موافقه ااو ضروري مخه نیونکی اقدام باقي نه پاتیکیږي.
دغه ترون چې په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شوی ، تر یو زر پنځه سوه بنځوس ایټمي خولیو او د ویشتونکو اوه سوه پلیټ فارمونو پورې د سټراټژیک ایټمی قدرت محدودوی. همدرااز یوه هغه څيړنې او ارزونې او څارونکی سسټم چې تراوسه پورې پرې خبرې اترې شوي دي ، په ایټمي قدرت کې رودوبدل او وسلو ځاي په ځاي کول ، د توغندوي ازموینو په باب حکومت بل حکومت ته اطلاعات و د ډیتاؤ دومداره مبادله ترسره کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4332440