IQNA

د ؛محفل؛ نومی ټيلیویژني پروګرام انټرنیټي مدرسه افتتاح شوه

10:37 - February 07, 2026
د خبر لمبر: 3492412
ایکنا – د ؛محفل ؛نومې پروګرام انټرنیټي یا مجازی مدرسه هم پرانیستل شوه او خپلې موخې ئې  د قرآن  کریم د زده کړې پراختیا،سمې لوستنې د سوئې لوړتیا او د هغو د مفهمونونو  سم درک او فهم اعلان کړی دی.

ایکنانیوز راپور راکړ، د محفل نومې پروګرام  انټرنیتي مدرسه  د ایران د اسلامی جمهوریت له قرآنی استاذانو څخه په استفادې او د قرآن کریم په زده کړې کې  له ماډرن کړچار څخه په استفادې سره افتتاح شوه  او اعلان ئې کړی چې  هڅه کوي د قرآن د مفهومونو  او د قرائت په دوو حوزو کې له قرآن سره د ټولنې  دمختلفو پرګنو  د لا ژوررانس زمینه برابره کړي.

د قرآن لوستل ،تلاؤت ،مقدماتی تجوید او تخصصي برخه،غږ  او لهجه،د قرآن د قرآئت او مفهومونو  په یووخت زده کړې سره له قرآن کریم سره د انس عمومي پړاؤ ترسره کول ، ،د قرآني کیسو په چوکاټ کې د مفاهیمو موضوع پړاؤ ، د تفسیر المیزان عمومي پړاؤ او د قرآن  له نظره  د ماورا ءالطبیعه  بحثونه او د قرآن د تاریخ  پړاؤنه ، ددغو پروګرامونو برخې دي.

ګډون کونکي به په انټرنیټي امتحاننو کې له ګډون او د منلو  وړ لمبرو له ترلاسه کولو وروسته ، د دارالقرآن کریم  د ادارې او د محفل مدرسې مدرک  ترلاسه کړي.

د نامو له ثبتولو سره ګروهمن کسان  school.mahfeltv۳.ir انټرنیټي ایډریس باندې لازیات معلومات ترلاسه کولی شي.

د یادولو ده  محفل ټيلیویژني پروګرام سږکال دڅلورم ځل لپاره د  رمضان المبارک په مقدسې میاشتې کې  د  مختلفو هیوادونو  د قرآني شخصیَتونو ، حافظانو،قاریانو په شتون سره او د  قرآنی شخصیّتونو د ژوند  الهاام بخښونکي روایتونو په بیانولو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د ټیلیویژني  ادارې له دریم ټيلیویژني چینل څخه خپریږي.

ارسالی//مدرسه مجازی «محفل» با محور ترویج آموزش صحیح قرآن کریم افتتاح شد

https://iqna.ir/fa/news/4332731

captcha