
ایکنانیوز راپور راکړ د ؛محفل؛په نامې سره ټيلیویژنی پروګرام هرکال د روژې په مبارکې میاشتې کې له مختلفو هیوادونو څخه د قرآنی څيرو ، قاریانو و حافظانو په شتون سره او د قرآنی شخصیّتونو له ژوند څخه په الهام بخښنوکو روایتونو څخه په استفادې سره د مخاطبانو لپاره یو اغیزشیندونکي او ولولناکه فضا برابروي.
په همدې لړ کې، د ستورو محفل(محفل ستارها) د قرآن د راتلونکي جوړونکي نسل،یعنی د ماشومانو اوزلمیانو پر نسل په ځانګړي تمرکز سره پلان او تولید شوی دی.
دغه پروګرام هڅه کوي، ددغې ډلې قرآني استعدادونه وپيژني. د دوي توانمنئ د تلاؤت ، حفظ ، له قرآن کریم سره دانس او مفاهیمو باندې په ښې پوهیدا په څير په حوزو کې نندارې ته وړاندې او په درست هیواد کې بلکې په درستې نړئ کې خپلو هم عمره کسانو لپاره یوه الهام بخښونکې بیلګه ګرځي.
اوس د ښونځیو او مدرسو د زده کونکو په ټول کې په شتون سره د محفل ستارها یا هماغه د ستورو محفل نومې پروګرام کوربه یا میزبانان ، له خپلو مخاطبانو سره په زړه پورې او ولولناکې لیدنې کوي.
د ستورو محفل نومې ټيلیویژني پروګرام د ماشومانو او زلمیانو د پروګرام جوړونې په وړاندې یو نوی افق پرانیستی دی .
ددغه پروګرام له میزبانانو څخه د ماشومامنو کم ساری هرکلی ، په ملی رسانئ او راتلونکي نسل ترمینځ د اغیزشیندونکي پیوند په رامینځةکولو کې د ستورو محفل نومې پروګرام د بریالیتوب یو روښانه شاهدي ده، یو داسې پيوند چې د ماشومانوا و زلمیانو د ځانګړي قرآني اوکلتو ری تولیداتو لپاره یوه الهام بخښونکې بیلګه کیدلی شي.
https://iqna.ir/fa/news/4332635