
یکنانیوز د برناما له قوله راپور راکړی، دغه قرآنونه دهغه پروګرام په لړ کې چې اسلامی ارزښتونو او د دنړۍ په مختلفو برخو کې د قرآني علومو خپراوي ته د ملایشیا دحکومت د پابند کیدا ښودنه کوي، په ا مریکا متحده ایالاتو کې واشنګټن ، ایوری کوسټ او غنا هیوادونو ته لیږل شوي دي.
د ملایشیا ددینی چارو وزیر ذوالکفلي حسن په دې باب ووئيل؛ دغه پروژه د ؛نصر القرآن ؛ټولنې په همت او د ملایشیا د ؛رستو فاؤنډیشن او نورو خیریّنو په ملګرتیا سره اجرا شوه.
هغه د جمعې په ورځې واشنګټن او د غنا او ایوری کوسټ هیوادونو ته د دوو سترو جوپو د لیږد په دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل، دغه اقدام د یومیلیون قرآنونو دو قف لپاره د ؛پيوستون ؛ نومې پروژې په لړ کې او په درستې نړۍ کې په څو ژبو باندې په ژباړو سره د قرآن کریم د پيغام د پراختیا په موخې سره د ملایشیا دلومړی وزیر انور ابراهیم له ارشاداتو څخه په الهام سره ترسره شوی دی دی.
د ملایشیا ددینی چارو وزیر ووئيل، د قرآن کریم ددغو نسخو لیږد یوازې یوه لوجسټیکي دنده نه ده ،بلکې یو تبلیغي او انسان دوستانه مسئولیت دی او دنړئ په سویه د درست بشریّت لپاره د یوه رحمت په توګه د اسلام د سم درک په دودولو کې دیوه سټراټژيک شریک په توګه د ملایشی رول نندارې ته وړاندې کوي.
ذوالکفلي په پای کې ووئيل؛ ملایشیا تر دې د مه په مختلفو ژبو ژباړل شوي قرانی نسخې د نړئ څه دپاسه څلویښتو هیوادونو ته لیږدولي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4332751