
یکنانیوز د عربی ۲۱ له قوله راپور راکړ، د نیویارک ښاروال زهران ممداني له مهاجرانو څخه دملاتړ لپاره دخپلو سیاستونو په دفاع کې پخپلې یوې وینا کې د حضرت محمد(ص) مهاجرت ته اشاره کړې او وئيلي ئې دي ، چې اسلام اساسا د هجرت په روایت مشتمل دی.
ممدانی همداراز یو اجرائي دستور صادر کړی چې د ښار په داخل کې ئې د مهاجرت او فیډرل ګمرک (ائي سی اي) ادارې فعالیتونه محدودول.
دنیویارک ښاروال په هغو څرګندونو کې چې پراخ بحثونه ئې راپارولي، ووئيل، زما دین اسلام،یو داسې دین چې د هجرت په روایت مشتمل دی .
حضرت محمد (ص) مسافر ؤ، دکړاؤ او اذیت کولو پهدلیل د مکې پریښودو ته اړ شو او په مدینې کې په ورین تندي سره ئې هرکلی وشو.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې متحده ایالات باید له نبوی مهاجرت څخه الهام واخلي ، ووئيل؛ اسلام د مهاجرت او بدلون دین دی او مسافرکیدا د ایمان د لومړنئ تجروبې یوه نه جلاکیدونکې برخه ده.
زهران ممدانی د قرآن کریم د نحل سورې یو آیت نقل کړ؛ : وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً ۖ وَلَأَجْرُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ ۚ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ، او هغه کسان چې د خداي په لاره کې ئې مهاجرت وکړ، له دې روسته چې ستمونو او ظلمونو (له خپل وطنه کافرانو) بیل کړل مونږ په دنیا کې هغوي ته ښه او آرامښت بخښونکي ځای ورکوو او په داسې بنه کې چې که پوهه شئ ، هغه اجر چې په آخرت به ئې ورته عطا کړو، لا لوي ( او لاښه او غوره دی) او مستقیما ئې دې ته د پیغمبر د مهاجرت داستان ته ربط ورکړ او په نیکئ او رحمت او سخاوت سره ئې له کړیدلو او مهاجرینو څخه د هرکلي لپاره د نیویارک په څير د ښارونو پر دندې ټینګار وکړ.
هغه دپیغمبر اکرم (ص) څځه د یوه حدیث په نقلولو سره خپله وینا پاي ته ورسوله ؛ اسلام په مسافرت سره پیل شوی او دخپل مسافرت پيل ته به بیرته وګرځي،نو خوشبخته دي مسافران.
هغه تائيد کړه چې د مهاجرینو او کړیدلو ترڅنګ دریدا ،ددغو اصیلو اسلامی ارزښتونو دوام دی او له مهاجرینو سره ئې د ظلم په ځاي له هغوي سره د عادلانه اومهربانه چلند غوښتنه وکړه.
داپه داسې حال کې ډي چې په قرآن باندې د ممداني استنادات محدود نه شول، هغه همداراز دتورات څخه څو آیتونوه ولوستل او له بهګوت ګیتا( دهندوانو مقدس متن) څخه ئې هم او دغه راز ئې دبودایئانو تعلیمات څخه ئې هم ځینی مطلبونه بیان کړل.
https://iqna.ir/fa/news/4332947