
د ایکنا خبریال د راپور له مخې، یوې قرآني فعالې او د قرآن بشپړه حافظې، میرمن معصومه آګهي، د «د قرآن د حفظ د لارښونکي کمیټې د غړو او پوهنتوني استادانو د همفکرئ په تخصصي ناستې کې، چې د شنبې په ورځ دسلواغې د میاشتې په ۱۸مه د قرآن د حفظ د لارښونکي کمیټې لهخوا او د ایکنا نیوز په کوربتوب د پوهنتوني استادانو او قرآني کارپوهانو په ګډون ترسره شوه، وویل: مونږ د قرآن کریم د حفظ په برخې کې د نظري او عملي دواړو سطحو بنسټیز کار ته اړتیا لرو؛ هم په تیوري کې او هم د په ټولنه کې دهغې د واقعي تحقق په برخې کې.
هغې زیاته کړه: حقیقت دا دی چې په اوسنئ ټولنې کې د دې کار لپاره لازمې زمینې لا نه دي برابرې شوي، خو دا د هڅو د پرېښودو معنا نه لري. باید له ریښې او بنسټه پیل وکړو او خپلې څېړنیزې پروژې په بهیر او مرحلېز ډول تعقیب کړو. په عین حال کې، مونږ بېکاره نه شو کیښناستلی ، بلکې کولای شو له شته او چمتو زمینو څخه د کار د دوام لپاره په محدوده کچه استفاده وکړو، که څه هم دا برخه د ټول پروګرام یوه ډېره کوچنۍ برخه ده.
آغلې آګهي د خپلو عملي وړاندیزونو له ډلې یوه ته په اشارې سره وویل: «له هغو زمینو څخه چې کابو چمتو دي، د علمي حوزو او د معارف او قرآن اړوندو څانګو محصیلان دي؛ که هغه قرآني او حدیثي څانګې وي او که اړوندې څانګې لکه فقه، حقوق او کلام. کېدای شي د لیسانس (ګریجویشن) پړاؤ د زدهکړې د مخکیني شرط په توګه د قرآن د لږ تر لږه یو جزء یا سپارې حفظ په پام کې ونیول شي. دا یو ساده او سطحي کار ښکاري، خو اغېزناک او عملي کېدونکی دی او کولای شي د پیل ښه ټکی وي.
هغې دوام ورکړ: کله چې زه خپله محصیله وم، حتی د لوړو مقطعو ممتازو محصیلانو هم له قرآن سره کافي بلدتیا نه لرله او د تلاوت په برخې کې ئې ستونزې درلودې. که یو محصیل له قرآني موضوعاتو سره هر اړخیز او جامع لید ونه لري، څنګه کولای شي اغېزمن علمي او څېړنیز فعالیتونه ترسره کړي؟ له همدې امله، د یو جزء یا سپارې حفظ کول کولای شي د مهارتونو د پراختیا او له قرآن سره د انس لپاره بنسټ کېږدي.
د قرآن دغې حافظې په دوام کې د اهل تشیّع او اهل سنت د دیني مدرسو تجروبو ته اشاره وکړه او وې ویل: د خراسان جنوبي په ځینو اهل سنت مدرسو کې زدهکوونکي په لومړي کال کې ټول قرآن حفظ کوي او بیا د مقدماتي درسونو پیل کوي. همدارنګه، د تهران په شیعه مدرسو کې شاوخوا شل داسې مدرسې شته چې طالبان پکې د زدهکړې تر څنګ ټول قرآن حفظ کوي. دا تجربې ښئي چې د سمې پلان جوړونې په بڼه کې د زدهکړې تر څنګ د قرآن حفظ ممکن دی، خو په پوهنتونونو کې دا ډول زمینه لا نه ده رامنځته شوې.
https://iqna.ir/fa/news/4333073