
یکنانیوز د mshireb په حواله راپور راکړی ، د قطر د کتارا د فرهنګي کلي بنسټ د قرآن کریم د تلاوت د نهمې نړیوالې جایزې وروستي پړاو ته د ۱۰۰ ګډونوالو د رسیذو خبر ورکړ.
د دې بنسټ په وینا، شرایط لزونکي ګډونوال د ۲۰ هېوادونو استازیتوب کوي چې له هغو ۹ عربي هېوادونه او ۱۱ غیر عربي هېوادونه دي. له عربي هېوادونو څخه ۵۳ ګډونوال او له غیر عربي هېوادونو څخه ۴۷ ګډونوال وروستي پړاو ته رسېدلي دي.
د عربي هیوادونو په ګډونوالو کې :
۱۸ تنه د مصر،
۱۷ تنه د مراکش،
۹ تنه د عراق،
۲ تنه د لیبیا، سورئې او لبنان ،
او یو ـ یو ګډونوال د سعودي عربستان، الجزایر او یمن څخه دي.
دا ۱۰۰ ګډونوال به په مقدماتي پړاو کې په ۲۰ ټیلویژني برخو کې یو له بل سره سیالي وکړي. په هره برخه کې به پنځه ګډونوال شتون ولري او له هغوی څخه به یو تن نیمهنهایی پړاو ته لار پیدا کړي، چې ټولټال به ۲۰ ګډونوال وي.
همدارنګه، د پنځو اضافي برخو لپاره له احتیاطي نوملړ څخه پنځه نومونه ورزیاتېږي. په هرې برخې کې به پنځه ګډونوال سیالي کوي او له هغوی څخه به یو تن وروستي پړاو ته ځي.
په وروستۍ برخې کې به د لومړي تر پنځم مقام ګټونکي اعلان شي. د دغو سیالیو خپرونې به د قطر له ټيلیویژن سره په همکارۍ، د روژې د مبارکې میاشتې په ترڅ کې د ځانګړي پروګرام په توګه خپرې شي.
د جایزې اندازه
د کتارا د قرآن د تلاوت د سیالیو ټولې نقدي جایزې ۱.۵ میلیونه قطري ریال ده.
د لومړي مقام ګټونکی به ۵۰۰ زره ریال،
د دویم مقام ۴۰۰ زره ریال،
د درېیم مقام ۳۰۰ زره ریال،
د څلورم مقام ۲۰۰ زره ریال،
او د پنځم مقام ګټونکی به ۱۰۰ زره قطري ریال ترلاسه کړي.
همدارنګه، کتارا بنسټ به د لومړي مقام د ګټونکي په غږ د قرآن کریم د بشپړ تلاوت یوه سيډي هم تولید کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4333269