IQNA

د کعبې له  پردې سره د اپسټین د سپکاوي انځور تر شا پټه کیسه

12:11 - February 11, 2026
د خبر لمبر: 3492436
ایکنا - د امریکائي مجرم جفري اپسټین د هغه انځور خپرېدل، چې پکې هغه له یو اماراتي سوداګر سره د کعبې د پوښ (پردې) یوې ټوټې ته ګوري چې پر ځمکه پرېوتې ده، په رسنیو کې ئې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

ایکنانیوز  د «القدس العربي» له قوله راپور راکړی چې تازه د «مېډل ایست آی» تحلیلي خبري وېبپاڼې یو راپور خپور کړی، چې پکې راغلي؛ جفري اپستین، چې یو محکوم شوی امریکائي جنسي مجرم دی، له یوه اماراتي سوداګر سره یوځای لیدل شوی، په داسې حال کې چې دواړه د کعبې د پوښ یوې ټوټې ته ګوري چې پر ځمکه پرته ده.

د امریکا د عدلیې وزارت له لورې د خپرو شوو برېښنالیکونو پر بنسټ، دا انځور ـ چې د اپسټین له تازه خپرو شوو دوسیو څخه شمېرل کېږي ـ هغه د سلطان احمد بن سلیم تر څنګ ښئي؛ هغه څوک چې د «ډي‌پي ورلډ» (DP World) د شرکت عمومي اجرائیه مشر دی.

په انځور کې دا دوه کسان د زینو  یا پَاوړیو په ښکته برخې کې ولاړ دي، لاسونه ئې په جیبونو کې دي  او د کعبې پردې ته ګوري.

دا انځور د ۲۰۱۴ کال د مئ میاشتې په ۸ ، د یوه ناپېژندل شوي برېښنالیک د ضمیمې په توګه اپستین ته استول شوی و. په دغه برېښنالیک کې یوه بې‌ادبه جمله لیکل شوې وه او له یوه بلې ناپېژندل شوي برېښنالیک پتې  سره استول شوی و.

هغه برېښنالیکونه چې تېره اوونۍ د اپسټین په دوسیو کې خپاره شوي، ښئي چې د کعبې سپېڅلې پرده د څو منځګړو له لارې دې محکوم امریکائي مجرم ته سپارل شوې وه.

د ۲۰۱۷ کال د فرورۍ او مارچ اړوند لیکنې ښئي چې عزیزه الاحمدي، چې په اماراتو کې مېشته سوداګره ده، له عبدالله المعاري نومي کس سره ئې د کعبې د پوښ د درې ټوټو د لېږد د تنظیم لپاره همکاري کړې ده.

د اپستین په دوسیو کې موجود برېښنالیکونه څرګندوي چې دا ټوټې د «برېټیش ایرویز» هوائي شرکت له لارې له سعودي عربستان څخه فلوریډا ته لېږل شوې دي. دا همغږي د رسیدونو صادرول، د ګمرکي چارو تنظیم او د امریکا دننه سپارل هم رانغاړي.

دغه جوپه یا  بار د ۲۰۱۷ کال په مارچ کې، ډېر وروسته له  دې چې اپسټین خپله د بند سزا تېره کړې وه او د جنسي قاچاق په جرم محکوم شوی و، د هغه کور ته ورسېد.

الاحمدي، چې ظاهراًیوه عربستاني ښاریزه  ده، په یوه برېښنالیک کې اپستین ته د دې پوښ ارزښت تشریح کړی دی. هغې لیکلي؛ دا تور ټوکر لږ تر لږه لس میلیونه مسلمانانو، له بېلابېلو فرقو لکه سني، شیعه او نورو، لمس کړی دی.»

هغې زیاته کړې: «هغوی اووه ځله د کعبې طواف کوي، بیا هر یو هڅه کوي چې دا ټوکر لمس کړي او د هغې ترڅنګ خپلې دعاوې، هیلې، اوښکې او امیدونه الله تعالی ته وړاندې کوي، په دې هیله چې دعاوې یې قبولې شي.

په یوه بل جلا برېښنالیک کې، سلیم اپستین ته پیغام استولی او په  ملنډو ئې د مسلمان لمونځ‌کوونکي د ترهګرو په نوم یاد کړي دي.

دغه اماراتي کس لیکلي:  زما یو ملګری په سعودي عربستان کې یو جومات ته تللی و او و یلي ئې دي : ‘د دومره ډېرو ترهګرو په شتون کې، رښتیا ووایم، ته نشې کولای توپیر وکړې چې ستا څنګ ته ولاړ کس یو عادي انسان دی که هغه څوک چې له چاودېدونکي توکي سره لوبې کوي!

سلطان احمد بن سلیم په متحده عربي اماراتو کې د سوداګرۍ له تر ټولو پېژندل شویو څېرو څخه دی او له ۲۰۱۶ کال راهیسې د DP World شرکت د عمومي اجرائیه رئیس په توګه کار کوي؛ هغه شرکت چې د نړۍ په بېلابېلو بندرونو او زیربناوو کې پانګونه کوي.

نوموړی همداراز له ۲۰۰۷ کال راهیسې د دې شرکت د مدیره هیئت  مشر هم پاتې شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4333616

captcha