
یکنانیوز د «التواصل» له قوله راپور راکړ، فاطمه طاهر چې د سلواغې په ۱۲مه وفات شوه، د مصر د راډیو له مخکښو څېرو څخه وه او د «د ایمان غوټۍ» په نوم د مشهورې خپرونې چلوونکې وه؛ هغه خپرونه چې د ماشومانو ګڼ نسلونه ئې وروزل.
هغې ته د «د قرآن کریم راډیو لومړۍ مېرمن» لقب ورکړل شوی و او د یوې داسې فرهنګي ښځې سمبول وګرځېده چې د راډیو له لارې ئې پراخو مخاطبینو ته لاسرسی وموند.
د کلیشو ماتول
دا مصري مېرمن لومړۍ پېژندل شوې ښځینه غږ و چې د قرآن کریم په راډیو کې ئې دودیز محدودیتونه مات کړل او د دیني رسنیو په صحنې کې ئې تلپاتې اغېز پرېښود.
فاطمه طاهر په داسې مهال راډیوئي فعالیت پیل کړ چې په دیني خپرونو کې د ښځو ګډون آسان نه و. ټولنیزو او مسلکي محدودیتونو د ښځینه غږونو شتون کمزوری کړی و، خو د هغې خوږ غږ او روښانه بیان د دې لامل شو چې د قرآن تلاوت، د آیتونو ساده تفسیر او ښوونیزو دعاګانو په برخو کې د بېلابېلو عمرونو لپاره خپرونې وړاندې کړي.
د هغې پروګرامونو پر اورېدونکو، په ځانګړي ډول پر ځوانانو او ماشومانو، ژور اغېز درلود. هغې وکولای شول اسلامي ارزښتونه د قرآني زدهکړو سره په جذابه او نوې بڼه یو ځای کړي، بې له دې چې دیني اصولو ته زیان ورسوي.
د ماشومانو لپاره زړهراښکونکې خپرونه!
د هغې تر ټولو مهم نوښت د ماشومانو ځانګړې خپرونه وه چې د قرآن راډیو لپاره ئې نوی ماډل رامنځته کړ. هغې قرآن ماشومانو ته په اسانه او خوږه ژبه وړاندې کړ او په هغوی کې ئې دا احساس پیاوړی کړ چې دین د ورځني ژوند نه جلا کېدونکې برخه ده.
د دیني راډیوګانو لپاره مهم بدلون!
د فاطمه طاهر ګرمې او اغېزناکې اجرا د ویاندوئۍ مینهوال وروزل. داسې ویندوئې چې وروسته راډیو ته راغلې، د هغې له نوښتګر روح او لوړې مسلکي وړتیا څخه ئې الهام واخیست او فاطمه طاهر د مصر د دیني راډیوګانو په تاریخ کې یو مهم بدلون وګرځېد.
نن سبا د فاطمه طاهر نوم د دیني رسنیو د دودیزو خنډونو د ماتولو نښه ده. هغه داسې غږ و چې د قرآن پیغام ئې نوي نسل ته ورساوه او د دود او مآډرنزم، مسلکيتوب او دیني ژمنتیا د یو ځای کولو ژوندۍ بېلګه وه؛ او د مصري ښځو د غږیز استعداد او خلاقیت سمبول وګرځېده.
https://iqna.ir/fa/news/4333676