
یکنانیوز د مصر د موجز له قوله راپور راکړ، د شیخ الازهر ډاکټر احمد الطیب په مشرۍد مسلمانو حکماؤ شورا د ترهه ګرۍ ،توکمپالنې او افراط پالنې د ټولو شکلونو په وړاندې د دفاع د لومړنۍ کرښې په توګه د سمې پوهنې د لوړتیا او د مخه نیونکي فکرکونې پر اهمیّت ټينګار وکړ.
دغې شورا په خپلې اعلامیې کې له اسلامه دویرونې له پروسې په مبارزې کې ددغو هڅو په تیره بیا له تاؤتریخجنې افراط پالنې څخه دمخنیوي د نړیوالې ورځې رانزدیکیدا ته په پام سره ددغو هڅو پر رول ټينګار وکړ.
په دغې رسمي اعلامیې کې چې د تاؤتریخجنې افراط پالنې د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت چې هرکال د فرورئ په دولسمه نیټه ترسره کیږي. روښانه شوې ده، چې افراط پالنه او نفرت خورنې زیاتیدا هیڅکله هم له هیڅ یوه دین او خاص فرهنګ سره اړونده نه ده.پر دې اساس په ډيرو ټولنو کې د ډولوالي داحترام او د خبرواترو د کلتور د روزنې او دښآریزو ارزښتونو د پياوړتیا ضرورت مهم دی.
شیخ الازهر احمد الطیب ددې موضوع په باب په یوې وینا کې وئيلي دي، اسلامي تعلیمات او دټولو الهي دینونو ښونې د بشضریّت لپاره د نیکمرغئ د رامینځةکولو په موخې سره دي او هیڅکله هم دنفرت یا تاؤتریخوالي په پراختیا په سې نه دي. دوي د ګډ سوله ایز ژوند، دخبرواترو دکلتور د دودولو او د سولې د پراختیا لپاره د درستو دینونو او کلتورونو ترمینځ د هڅو د یووالي غوښتنه وکړه.
د الهی دینونو او کلتورونو ترمینځ د همغږئ او د افراط پالنې او تاؤتریخوالي دختمولو لپاره د ګډو هڅو تړون په ۲۰۱۹ کال کې په ابوطبئ کې د انساني ورورولی تاریخي سند لاسلیکیدا شوی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4334149