IQNA

آیا نړۍ په رښتیا هم د امریکا د مشرتوب د رول هرکلی کړی دی؟(مقاله)

14:41 - February 14, 2026
د خبر لمبر: 3492448
ایکنا - – په ملګرو ملتو کې د امریکا سفیر مائيکل والټز ادعا کړې چې نړۍ د امریکا د مشرۍ یا پولیس مِن د  رول هرکلی کړی دی.

ایکنا نیوز د پارس ټوډي له قوله راپور راکړ، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر، مایکل والټز  ادعا وکړه، د نړۍ ډېرو هېوادونو د امریکا د نړیوال پولیس مِن یا مشرۍ  رول ته د بېرته ستنېدو هرکلی کړی دی.

والټز د Munich Security Conference په امنیتي کنفرانس کې د خبرو پر مهال، د واشنګټن د  هغه لانجمن اقدام دفاع وکړه چې پکې د د ونزوېلا ولسمشر، Nicolás Maduro  تښتول او امریکا ته ئې لېږدول شامل وو. هغه وویل چې د نړۍ د پولیس مِن یا مشرۍ  د رول  د بیا ترلاسه کولو په برخې کې  د امریکاد هڅې، د یو شمېر هېوادونو له لوري په پټه توګه هرکلی شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې هغه دا چلند د «امریکائي مشرتوب یا پولیس مِن  شونې  نښه ګڼي، او په شخصي لیدنو کې بهرنیو چارواکو څو ځله له دې تګلارې مننه کړې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پر ونزوېلا د امریکا پوځي برید او د نیکلاس مادورو تښتول په نړیواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي.

والټز د ملګرو ملتونو د بودجې په اړه هم ادعا وکړه چې امریکا غواړي دغه موسیسه بېرته خپلو لومړنیو اصولو ته راوګرځوي، چې تمرکز ئې د سولې رامنځته کول او ساتل دي، او همدارنګه غواړي  د  هغه رول لوبونې  اصلاح کړي چې ناکاره شوي دي.

د نړۍ له لورې د امریکا د  مشرتوب  د پراخ هرکلي ادعا، لکه څنګه چې د امریکا د سفیر په خبرو کې مطرح شوې، له میداني شواهدو او د نړیوال نظام له جوړښتي بهیرونو سره په ټکر کې ده. د حکومتونو، نړیوالو بنسټونو او د بېلابېلو سیمو د عامه افکارو چلند ښئي چې که څه هم امریکا هڅه کوي ځان لا هم د نړیوالې صحنې له مهمو لوبغاړو څخه وبریښوي، خو «د مشرتوب  منل» له «لاسوهنې او زورواکۍ» سره توپیر لري.

د ډېرو نوو پنځیدلو  اقتصادونو، په ځانګړي ډول د BRICS غړو، بهرنۍ پالیسۍ د قدرتونو ترمینځ د  انډول  پر بنسټ ولاړې دي. هېوادونه لکه هند، برازیل او سویلي افریقا په وروستیو کلونو کې له لوېدیځ او ختیځ دواړو سره خپلې اقتصادي او امنیتي اړیکې پراخې کړې دي. دا چلند ښئي چې هغوی د څو اړخیز او انعطاف منونکي نړیوال نظم غوښتونکي دي، نه دا چې  د امریکا پر بنسټ ولاړ یو اړخیز نظام ومني. د جنوب–جنوب ملګرتیاؤ  پراختیا او د بریکس په څېر ډلو پیاوړتیا هم همدې بهیر ته اشاره کوي.

د امریکا او د هغې د دودیزو شریکانو، په ځانګړي ډول اروپا، ترمینځ د پالیسۍ اختلافات، او حتی له کینیډا سره د سوداګریزو موضوعګانو او د ټرمپ هغه ادعاګانو په اړه جدي اختلافات چې ګواکې کینیډا باید له امریکا سره یوځای شي، همدارنګه د ګرینلنډ په اړه د واشنګټن د ادعاوو له کبله له ډنمارک سره تاوتریخوالی، دا تصور  ردوي چې ګواکې نړۍ د امریکا له مشرتوبه  هرکلی کوي. همدارنګه د سوداګرۍ، بندیزونو او سیمه‌ییزو کړکېچونو د مدیریت په اړه د امریکا او لوېدیځي متحدیانو  ترمنځ ئې اختلافات ښئي چې حتی په لوېدیځ بلاک کې هم د واشنګټن مشرتوب په بشپړ ډول منل شوی نه دی.

نړیوال عامه افکار، په تیره  بیا  د Donald Trump د دوهمې ولسمشرۍ  د پړاؤ پر مهال، د امریکا د مشرتوب په اړه ډېر منفي شوي دي. په وروستیو کلونو کې نړیوالې نظرپوښتنې ښئي چې د پوځي لاسوهنو، بندیزي سیاستونو او دوه‌ګوڼي معیارونو په اړه بې‌باوري مخ په زیاتېدو ده. په تیره بیا  ځکه چې ټرمپ غواړي خپل ستر هدفونه د پوځي قدرت  د کارولو له لارې، یعني د «قدرت له لارې سوله» په تګلارې سره، ترلاسه کړي.

په نهایت کې، د ۲۱ پېړۍ په شرایطو کې د نړیوال مشرتوب یا پولیس مِن  مفهوم بدل شوی دی. ډېری حکومتونه د «چینلیز مشرتوب یا پولیس مِن  غوښتونکي دي چې پر مشارکت، ګډو اصولو او د مسؤلیتونو پر وېش ولاړ وي. په داسې حال کې چې د ټرمپ  په مشرۍ کې امریکا له دې بهیر سره په ټکر کې حرکت کوي. په حقیقت کې، د امریکا د مشرتوب  د پراخ هرکلي ادعا د نړیوال نظام له واقعیتونو او د هېوادونو له غبرګونونو سره سمون نه خوري. لکه څنګه چې چین، روسیه، د اروپائي اتحادئې ځینې غړي او د لاتینې امریکا یو شمېر حکومتونو پر ونزوېلا د امریکا برید وغند  او  دا ئې د نړیوالو قوانینو او د ونزویلا د ملي حاکمیت ښکاره خلاف ورزي وبلله.

https://parstoday.ir/fa/world-i35472

captcha