IQNA

د غزې له کنډوالو څخه د قرآني کورنۍ پورته شوی بیرغ

13:09 - February 15, 2026
د خبر لمبر: 3492450
ایکنا - د  فلسطین د غزې تړانګې په سوېل کې د   زیتون سیمې د کنډوالو له لاندې او د کډوالو له خیمو څخه، یوې شپږ کسیزې فلسطینئ کورنۍ یو بې‌ساری سفر پیل کړ. نه د ډوډۍ په لټه کې، بلکې له وخت سره په سیالۍ کې؛ څو د ورانوونکې جګړې په تودو شېبو کې د قرآن کریم ټول آیتونه په زړه او روح کې ځای کړي.

  ایکنا نیوز  د «فلسطین الان» له قوله راپور راکړی، پرله‌پسې بې‌ځایه کېدو او سختو ستونزو دغه کورنۍ د قرآن کریم له ژورې اړیکې نه ده جلا کړې. هغوی به له یوې خیمې بلې ته، له یوه پناه ځایه بل ته کډه کوله او د قرآن نسخې به ئې د خپل ځان په څېر ساتلې او لېږدولې. د هر ځای پر بدلېدو وروسته به د هغوی د تلاوت غږ پورته کېده او د چاودنو شور به د قرآن د کلماتو د عظمت پر وړاندې شاته پاتې کېده.

دغه کورنۍ چې د زیتون په سیمه کې له Salah al-Din al-Ayyubi Mosque جومات سره ئې تړاؤ  درلود،یعنی له  یوې معنوي ودانۍ سره ئې تړاؤ درلود ، هېڅکله ئې ونه منله چې د قرآن د حفظ لپاره خپل عادي ځای له لاسه ورکړي. د جومات د ارامو کړیو پر ځای، هغوی «د خیمو کړئ» جوړې کړې؛ داسې ځای چې د کورنۍ شپږو غړو په یوه معنوي معجزې کې، چې د لوږې او سیستماتیک وژنو تریخ واقعیت ئې ننګاوه، ټول قرآن حفظ کړ.

دغه کورنۍ نړۍ ته په یوه چوپ  او خاموش  پیغام کې وایي: «که دښمن زمونږ منارې ونړوي، زمونږ زړونه داسې جوماتونه دي چې هېڅوک ئې نه شي نړولای.

هغوی  د قرآن حفظ هغه مهال بشپړ کړ چې د غزې اوسېدونکي د بقا لپاره مبارزه کوي، او په دې توګه په «قرآني کورنۍ» بدل شول چې د جګړې پای ته تر رسېدو مخکې ئې د معنوي بریا بیرغ پورته کړ.

عکس تزئینی است

https://iqna.ir/fa/news/4334318

captcha