IQNA

په پاکستان کې د اسلامي هېوادونو د واکسن جوړونکوشرکتونو څلورمه غونډه ترسره شوه

13:27 - February 15, 2026
د خبر لمبر: 3492453
ایکنا -د اسلامي هېوادونو د واکسین جوړونکو بنسټونو څلورمه غونډه د اسلامي ملګرتیاموسیسې  د ساینس او ټیکنالوژۍ د ملګرتیا  د دایمي کمېټې (کامسټیک) د دارالانشا په کوربتوب د پاکستان په اسلام‌اباد کې ترسره شوه.

 ایکنا د «العالم» له قوله راپور راکړ، دغه غونډه د دې لپاره جوړه شوې وه چې د اسلامي نړۍ په کچه د واکسین په تولید کې ځان‌بسیاینه پیاوړی شي او د روغتیا امنیت ټینګ شي. غونډه په دې موافقې سره پای ته  رسېدلې چې د لاسرسي، ارزان ‌والي، کیفیت او سیمه‌ییزې ملګرتیا  د زیاتولو لپاره  د لارې عملي نقشه جوړه شي.

په دې غونډه کې مخکښو واکسین جوړونکو ګډون کړی و، چې په هغو کې

Pasteur Institute of Iran

Razi Vaccine and Serum Research Institute

Bio Farma (انډونیشیا)

Institut Pasteur de Dakar

Pharmaniaga (ملایشیا)

د پاکستان او سعودي عربستان تولیدوونکي

او همدارنګه د World Health Organization، د Islamic Development Bank، د Standards and Metrology Institute for Islamic Countries (SMIIC)، او د Gavi, the Vaccine Alliance استازي، ملي څارنیز چارواکي، پراختیائي شریکان او د اسلامي نړۍ کارپوهان شامل وو.

د پرانیستې په مراسمو کې د پاکستان فیدرال د روغتیا وزیر، د اسلامي ملګرتیا موسیسې د ساینس او ټکنالوژۍ مرستیال عمومي منشي او د کامسټیک عمومي همغږي کوونکي د اسلامي هېوادونو ترمنځ د څېړنې، پراختیا او د واکسین د تولید په برخې کې د لا ډېرې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ او دائې پر واکسینو د  ځان‌بسیاینې او د روغتیا امنیت د پیاوړتیا لپاره مهم ګام وباله.

په غونډې کې اعلان وشو چې په اوسني نړیوال پړاو کې د واکسین په تولید کې ځان‌بسیا توب یوه ستراتیژیکه اړتیا ګرځېدلې ده.

همدارنګه د اسلامي هېوادونو د واکسین جوړونکو د بنسټ له ۲۰۱۴ کال راهیسې لاسته راوړنې، لکه د انډ،نیشیا له بایوفارما او د ایران له پاستور انستیتوت سره د ملګرتیا  تړونونه او ګډ روزنیز پروګرامونه، هم یاد شول.

د پاکستان د روغتیا وزیر ووئيل چې دغه هېواد اوس مهال پر ۱۳ وارداتي واکسینونو تکیه لري، خو غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې د غړو هېوادونو په همکارۍ د کورني واکسین د تولید وړتیا پراخه کړي.

د پاي  په مراسمو کې، چې د پاکستان د روغتیا لوړپوړي چارواکي پکې حاضر وو، د علمي همکاریو پر دوام او د غړو هېوادونو ترمنځ د څارنې او معیاري کولو د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو.

https://iqna.ir/fa/news/4334283

captcha