
د ایکنا د راپور له مخې، د روژې د مبارکې میاشتې په پیل سره د «محفل» ټيلویژني پروګرام څلورم پړاو یو ځل بیا د ملي رسنیو د خپرونو په مهالوېش کې شامل شوی دی. ټاکل شوې ده چې دغه پروګرام د دې نوراني میاشتې په شپوورځو کې هره ورځ له روژه ماتي یا افطار ه مخکې د ایران د اسلامی جمهوریت له درېیم ټيلیويژني چینله او دغه راز شپې مهال هم په وروستیو ساعتونو کې له IRIB Quran Channel څخه خپور شي.
دغه پروګرام د قرآن کریم سره د انس فرهنګ د دودولو او د روژماتي څخه مخکې د معنوي فضا د رامنځته کولو په موخه جوړ شوی او هڅه کوي چې لیدونکي د اغېزشیندونکو تلاوتونو، قرآني خبرو اترو او الهامبخښونکو روایتونو له لارې له ځان سره مل کړي.
«محفل» پروګرام په تېرو کلونو کې هم د لیدونکو له تود هرکلي سره مخ شوی او توانېدلی چې د ملي رسنیو د روژې میاشتې د پروګرامونو ترمینځ ځانګړی ځای خپل کړي.
د ماښام اذان ته نېږدې وختونه هغه شېبې دي چې کورنۍ تل له بل هر وخته ډېر د ټیلویژن مخې ته سره ټولېږي؛ له همدې امله د قرآن پر محور ولاړ پروګرام خپرول، د کورونو معنوي فضا په پیاوړتیا کې اغېزشیندونکی رول لوبولی شي.
https://iqna.ir/fa/news/4334360