IQNA

د دمشق د کتاب په نندارتون کې د قرآني خوشخطئ تود هرکلی

15:04 - February 16, 2026
د خبر لمبر: 3492458
د دمشق د نړیوال کتاب نندارتون کې د قرآن کریم د خوشنویسانو ځانګړې برخه د لیدونکو له پراخ او د پام وړ هرکلي سره مخ شوې ده.

 ایکنانیوز د «سانا» له قوله  راپور راکړی، د سورئې د اوقافو وزارت اړونده د قرآن کریم د خوشنویسانو ځانګړې څانګه د دمشق  د کتاب  په نړیوال  نندارتون کې د سورئې د وګړو له پراخ هرکلي سره مخ ده. دا هرکلی د عربي خوشنویسۍ پر وړاندې د زیاتېدونکې مینې څرګندونه کوي، ځکه چې دا هنر د قرآن کریم د لېږدولو، او د عربي ژبې د ښکلا او هویت د ساتنې لپاره مهم ګڼل کېږي.

دغه فعالیت د سورئې د اوقافو وزارت د ژمنې یوه برخه ده چې له قرآن کریم سره اړیکه پیاوړې کړي، اصیل عربي او اسلامي میراث وستایي او د عربي ژبې هویت د خوشنویسۍ له لارې ـ چې د دې ژبې له مهمو فرهنګي څرګندونو څخه ده ـ خوندي وساتي.

استقبال از خوشنویسی قرآنی در نمایشگاه کتاب دمشق

ادهم الجعفري، چې د سوریې د اوقافو وزارت د قرآن د چاپ کمېټې غړی او د عربي خوشنویسۍ استاد دی، وویل چې د لیدونکو د غوښتنې پر بنسټ ژوندۍ کتابت (لیکدود) وړاندې کېږي. هغه زیاته کړه: د قرآن آیتونه په مستقیم ډول د عثماني رسم‌الخط له مخې لیکل کېږي، او د وزارت  د سټال ځانګړې برخه لري چې پکې قرآنونه ارزول کېږي او حروف او اعراب‌ګذاري د قرآن د رسم‌الخط د اصولو سره سم ترسره کېږي.

الجعفري څرګنده کړه چې کار یوازې په لیکلو محدود نه دی، بلکې د قرآن د متن د تصحیح پړاوونه هم پکې شامل دي، چې د دیني مؤسسو د استادانو او د هغوی د یو شمېر مرستیالانو په ګډون ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده چې د دمشق  د کتاب نړیوال  نندارتون د فرورۍ په ۵مه ( د سلواغې  په ۱۶) پیل شوی او  فرورئ تر ۱۶  (د سلواغي دمیاشتط ۲۷) پورې به دوام ولري. په دې نندارتون کې د ۳۵ هېوادونو  کابو  ۵۰۰ خپرندوي بنسټونه او فرهنګي مؤسسې ګډون لري.

https://iqna.ir/fa/news/4334355

captcha