IQNA

د قرآن د نندارتون مشر!

د قرآن نندارتون؛ د رسنیزې جګړې په پړاؤ کې د ملي پیوستون سنګر

6:34 - February 18, 2026
د خبر لمبر: 3492469
ایکنا – د قرآن د نندارتون مشر حجت‌الاسلام والمسلمین حمیدرضا ارباب‌سلیماني د سلواغې په ۲۷ په یوې خبري غونډې کې د قرآن د ۳۳ نړیوال نندارتون د جوړېدو خبر ورکړ او وې ویل چې دا نندارتون به په ۱۶ زره مربع  میتره فضا کې ترسره شي. هغه د وخت او ځای د اعلان ترڅنګ وویل: ولسي کول، نوښت، د  غوره کسانو  له ظرفیت څخه ګټه اخیستل او نوې ټیکنالوژۍ، په ځانګړي ډول مصنوعي ځیرکتیا(آرټيفیشل انټلیجنس)، د نندارتون له مهمو محورونو دي.

د ایکنا خبریال راپور ورکوي چې د قرآن د ۳۳ نړیوال نندارتون مشر ، ارباب‌سلیماني، د دې نندارتون د پوستر د پرانېستنې پر مهال وویل: مونږ د روژې میاشتې او د قرآن د ۳۳ نړیوال نندارتون د جوړېدو په درشل کې سره  ټول شوي یو، نه یوازې د یوه قرآني پروګرام د معرفي کولو لپاره، بلکې د یوې تاریخي اړیکې او مینې د بیا یادونې لپاره؛ د ملت تاریخي پیوستون له قرآن سره او د ایران د درنو خلکو مینه له دې آسماني کتاب سره.

د ایران د  فرهنګ او اسلامي ارشاد   د وزارت د قرآن او عترت د عالي مرکز مشر زیاته کړه: د سږکال شعار «ایران د قرآن په پناه کې» له همدې لیدلوري معنا پیدا کوي. دا شعار یوازې یو سرلیک نه دی، بلکې یوه تمدني لور نیونه او هویتي تکیه‌ځای دی. قرآن زمونږ د ملي یووالي او فرهنګي قدرت چورلیز دی او باید هېڅکله دا حقیقت هېر نه کړو.

وخت، ځای او اجرایي بهیر

ارباب‌سلیماني ووئيل؛ د قرآن  ۳۳ نړیوال نندارتون به د خدای په فضل د کب  د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر نیمائي پورې په تهران کې  د امام خمینی(ره) په عید ګاه یا مصلی  اصلي شبستان یا  هال کې هره ورځ د مازدیګر له ۴ بجو تر شپې  ۱۱ بجو پورې ترسره شي.

سټراتېژیک اهداف

هغه د نندارتون سټراتېژیک اهدافو په بیانولو سره ووئيل؛ د کورنۍ بنسټ ته ځانګړې پاملرنه د ایراني ـ اسلامي ژوند د ترویج په موخه؛ د قرآن ترڅنګ د عترت موضوع ته ځانګړې پاملرنه او د نهج‌البلاغې، صحیفه سجادیې، مهدویت او غدیر لپاره ځانګړې برخې؛

د اسلامي نړۍ د متفکرانو، هنرمندانو او فعالانو د بلنې له لارې قرآني ډیپلوماسي ته پاملرنه ؛

له نوو ټیکنالوژیو او علمي ـ بنسټیزو ظرفیتونو څخه ګټه اخیستل ددغه نندارتون سټراټژيکې موخې دي.

ارباب‌سلیماني ټینګار وکړ چې د قرآن نندارتون د قرآن د ښه معرفي کولو، د قرآني فعالانو د پېژندنې، د تجربو د لېږد او د قرآن او عترت په برخې کې د نوو لاسته راوړنو د وړاندې کولو لپاره یو مهم فرصت دی او کولی شي دا آثار په ملي او نړیواله کچه معرفي کړي.

«نمایشگاه قرآن» سنگر همبستگی ملی در روزگار جنگ رسانه‌ای

په نړیوالې برخې کې د ۱۶ هېوادونو ګډون

د قرآن د ۳۳م نړیوال نندارتون اجرایي مرستیال، اصغر امیرنیا، د نړیوالې برخې د پروګرامونو په اړه وویل: د تهران قرآني غونډه به د اتو بهرنیو متفکرانو او ۱۲ هنرمندانو په ګډون ترسره شي. پر دې سربېره ، د انډونیشا، مصر، عمان، کویت، ترکیې، پاکستان، بحرین، چین، افغانستان، الجزایر، رومانیا، عراق، بوسنیا، قزاقستان او د تونس هنرمندانو او متفکرانو هم د ګډون چمتووالی ښودلی او د تنظیموونکو په وینا، تر اوسه هېڅ بلنه نه ده لغوه شوې.

https://iqna.ir/fa/news/4334725

captcha