IQNA

د ایران د قرآن کریم نړیوال نندارتون؛ او د قرآني شخصیتونو درناوی(مقاله)

15:16 - February 19, 2026
د خبر لمبر: 3492474
ایکنا -د قرآن کریم نړیوال نندارتون د ۲۰ هېوادونو په ګډون او له علمي، هنري پروګرامونو او د قرآني خادمانو د ستاینې په مراسمو سره ترسره کېږي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې  له قوله راپور راکړ، د قرآن کریم د درې دېرشتم نړیوال نندارتون د نړیوالې څانګې مدیر حجت‌الاسلام «سیدمصطفی حسینی نیشابوری» اعلان وکړ چې دغه څانګه به د کورني نندارتون د پرانیستې سره هممهاله د شنبې په ورځ (فروري په ۲۱ ) په تهران کې خپل فعالیت پیل کړي او د دوو اوونیو لپاره به د بېلابېلو علمي، کلتوري او هنري پروګرامونو کوربه وي.

د هغه په وینا، سږ کال ۲۰ هېوادونه له بېلابېلو سیمو لکه شمالي افریقا، عربي نړۍ، ګاونډیو هېوادونو، انډ،نیشیا، د آسه‌آن هېوادونو او د برصغیر له سیمې څخه په دې نړیوال نندارتون کې ګډون لري.

د راپور له مخې، په هنري برخې کې کابو ۱۰ هېوادونه لکه ترکیه، عمان، مصر او بحرین؛ په علمي برخه کې اووه هېوادونه؛ او د کلتوري محصولاتو په برخې کې درې هېوادونه برخه اخلي. دغه جغرافیایي ډولوالی د قرآن کریم نړیوال نندارتون د پراخېدونکي مقام څرګندونه کوي، چې د اسلامي نړۍ له مهمو قرآني پېښو څخه شمېرل کېږي.

د نړیوالې څانګې مدیر د دغه پړاؤ ځانګړو پروګرامونو ته په اشارې وویل: «د کورنیو قرآني خادمانو او همدارنګه له ایران څخه د باندې د دوو مخکښو قرآني شخصیتونو  درناوی د پروګرام په ایجنډا کې شامل دی.» همدارنګه شاوخوا ۲۰ تخصصي غونډې او د قرآني اثارو ۲۰ د پرانېستې مراسم ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه چې د تهران څلورمه قرآني غونډه به د بېلابېلو هېوادونو د پوهانو په ګډون او د «قرآن او پیغمبر (ص)» تر سرلیک لاندې، د اسلام د پیغمبر(ص) د زېږون د یو زر او پنځه سوه کلنۍ د لمانځنې په مناسبت ترسره شي.

بهرنیو مېلمنو ته د ایران د قرآني ظرفیتونو معرفي کول

حسینی نیشابوري وویل، د سږنۍ مرحلې  له نوښتونو څخه یو دا دی چې د څو ژبو محتوا د تولید له لارې د ایران  د اسلامي جمهوریت قرآني ظرفیتونه بهرنیو مېلمنو ته وروپېژندل شي. د هغه په وینا، دا اقدام د کلتوري تعاملاتو د پراخولو او نورو هېوادونو ته د ایران د قرآني تجربو د لېږد په موخه ترسره کېږي.

هغه همدارنګه د الجزایر د قرآني مفکر «شیخ ابوجره سلطانی» د ځانګړي مېلمه په توګه د ګډون خبر ورکړ او ویې ویل چې له قرآن، نهج‌البلاغه او صحیفه سجادیه سره اړوند هغه آثار چې د قرآني معارفو او د اهل‌بیت(ع) د مفاهیمو په لړۍ کې تولید شوي، په دې دوره کې به وړاندې شي.

د هغه په وینا، د دغو اثارو یوه برخه د «بیانونکی جهاد  ، روښانتیا او د روایتونو له جګړې سره د مقابلې په څېر موضوعګانو ته ځانګړې شوې ده.

د قرآن کریم درې دېرشتم نړیوال نندارتون د «ایران د قرآن تر سیوري لاندې» شعار سره د تهران د امام خمیني (ره) په مصلّی کې ترسره کېږي. دغه کلتوري پېښه د ایران د کلتوري ډیپلوماسۍ او له اسلامي نړۍ سره د قرآني تعامل یوه څرګنده بېلګه بلل کېږي.

https://parstoday.ir/fa/iran-i35788

captcha