
د ایکنا د راپور له مخې چې له فلسطیني رسنیو یې نقل کړی، د رمضان المبارک میاشتې له رارسېدو سره سم د صهیونیستي رژیم ځواکونو د نیواکي قدس ښار په دروازو او د مسجدالاقصی په شاوخوا کې سخت امنیتي محدودیتونه ولګول. سره له دې، زرګونو فلسطینيو لمونځ کوونکو د چهارشنبې په ماښام د مسجدالاقصی په انګڼونو کې د ماخوستن (عشا) او تراویح لمونځونه ادا کړل.
د راپور پر بنسټ، انیواکګرو ځواکونو د لوېدیځې غاړې اوسېدونکو فلسطینیانو ته مسجدالاقصی ته د واردیدا مخه ونیوله او د نیول شوي قدس ښار په فلسطینيو اوسېدونکو ئې هم محدودیتونه ولګول، او د ښار په بېلابېلو کوڅو کې یې ګڼ شمېر تلاشي پوستې جوړې کړې.
رسنیو ویلي، لمونځ کوونکو د صهیونیستي نیواکګرو د ځپونکو اقداماتو او محدودیتونو سره سره، د رمضان میاشتې عبادي مراسم په مسجدالاقصی کې ترسره کړل.
ټاکل شوې ده چې د رمضان مبارکې میاشتې په اوږدو کې به د لمونځ کوونکو لوي شمېر د لمانځه ادا کولو لپاره مسجدالاقصی ته ولاړ شي.
په همدې تړاو، د مسجدالاقصی خطیب، شیخ عکرمه صبری،مخکې خبرداری ورکړی و چې د صهیونیستي رژیم د افراطي کابینې د سیاستونو او اقداماتو له امله به سږ کال د دې جومات د لمونځ کوونکو شمېر کم شي.
https://iqna.ir/fa/news/4335549