
یکنانیوز د پارس ټوډی له قوله راپور راکړ،د ایران په سویل کښې د فارس ولایت د اسلامي تبلیغاتو د قراني چارو د ادارې مشر «سیدحمید موسوي» په دغه ولایت کښې د روژې د مباشکې میاشتې په اوږدو کښې هره ورځ د قران خوانۍ له اوو زرو د زیاتو غونډو د ترسره کیدو په هکله وویل: دا محفلونه چې د رمضان المبارک او د قران د پسرلي د میاشتې د دودونو د یوې برخې په توګه ترسره کیږي، زیاتره په ولسي توګه او د کلتوري ارګانونو په څارنې سره ترسره کیږي.
موسوي وویل: په شیراز ښار کښې چې په ایران کښې د اهل بیتو علیهم السلام دریم ستر حرم دی، د روژې په میاشت کښې له قران سره د مینې څه باندې ۴۵ محفلونه ترسره کیږي چې د قران او اهل بیتو د کلتور دودولو ته د دغه ښار د خلکو د ځانګړې پاملرنې نښه ده.
د فارس ولایت د اسلامي تبلیغاتو د قراني چارو د ادارې مشر زیاته کړه: د قران د سیپارو لوستلو دغه غونډې، د قران له سپیڅلي کتاب سره د خلکو د مینې پر زیاتولو سربیره، د رمضان په مبارکه میاشت کښې د فارس ولایت یو ډیر مهم کلتوري او دیني پروګرام هم دی.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i171084