IQNA

 په عراق کې د حسيني آستان  د رمضان د ۲۵۳قرآن ختمونو ترسره کول

14:51 - February 24, 2026
د خبر لمبر: 3492503
ایکنا -د Imam Hussein Shrine سپېڅلې آستان  د رمضان مبارکې میاشتې په اوږدو کې د عراق په ۱۷ ولایتونو کې د قرآن د تلاوت ۲۵۳ غونډې ترسره کوي

د ایکنا د عراق د راپور له مخې، د امام حسین (ع) د مطهر حرم دارالقرآن الکریم برخې  اعلان کړی چې د رمضان د مرکزي قرآني پروژې لپاره ئې تخنیکي، لوجستیکي او اداري چمتووالی بشپړ کړی دی. په دې پروژې کې د رمضان په میاشت کې  د قرآن د تلاوت ۲۵۳محفلونه شامل دي؛ له دې ډلې ۱۳۳ د نارینه‌وو لپاره، ۹۵ د ښځو لپاره او ۲۵ په عراقي پوهنتونونو کې ترسره کېږي.

د دارالقرآن الکریم د قرآني رسنیو د مرکز مشر، وسام نضیر الدلفي، وویل: د تلاوت مرکزي ورځنۍ  غونډه هره ورځ په پنځو ناستو کې ترسره کېږي چې په ترڅ کې یې د قرآن کریم یو بشپړ جزء تلاوت کېږي. له شپېتو څخه زیات قاریان په دې پروګرام کې ګډون کوي. پر دې سربېره ، دارالقرآن الکریم به له ګاونډیو هېوادونو لکه ایران، مصر، لبنان او بحرین څخه هم د قاریانو کوربه‌توب وکړي.

هغه زیاته کړه: په دغې  پروژې :ې  د کربلا سپېڅلي ښار څو سیمې شاملیږي، چې پکې له اتو څخه زیات د تلاوت ناستې ترسره کېږي او د زیارتي ښارونو او نورو ځایونو په کچه وېشل کېږي. هغه څرګنده کړه چې په دې پروګرام کې به د عراق په پوهنتونونو او علمي بنسټونو کې هم  د قرآن د تلاوت ۲۵غونډې ترسره شي، څو په علمي چاپېریال کې قرآني فرهنګ ته وده ورکړل شي.

الدلفي ټینګار وکړ چې د تلاوت له ۲۲۰ څخه زیاتې غونډې به د دارالقرآن په څانګو او مدرسو کې، چې د عراق په ۱۷ ولایتونو کې خپرې دي، د دارالقرآن الکریم تر څارنې لاندې ترسره شي. پر دې سربېره ،د رمضان د مبارکې میاشتې د شپو په لړ کې به قرآني پروګرامونه، سیمینارونه او بحثونه هم ترسره شي

هغه زیاته کړه چې د رسنیو پلان د رسنیو د ادارې او د کربلا ټیلوېژني چینل په همکارۍ نهائي شوی، څو د تلاوتونو پېښې تر پوښښ لاندې راولي  او د امام حسین (ع)د حرم له صحن څخه ئې په ژوندۍ بڼه د عراق دننه او بهر مخاطبینو ته خپرې کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د اداري، خدماتي او رسنیزو هڅو یوځای کول د دې سترې پروژې په بریا کې مهم رول لري او د امام حسین (ع) د مقدس حرم له مقام سره سم یو بنسټیز انځور وړاندې کوي، څو کربلا د قرآن کریم لپاره په یوه نړیوال سمبول بدله شي.

https://iqna.ir/fa/news/4336221

captcha