IQNA

د عراق د قرآن حافظو مېرمنو په رمضان میاشت کې د قرآن دسپارود لوست د محفلونو هرکلی وکړ

6:38 - February 25, 2026
د خبر لمبر: 3492508
ایکنا - د امام علی(ع) د حرم مطهر اړوند د ښځو دارالقرآن الکریم ځانګړی رمضاني پروګرام، چې پکې د قرآن کریم ورځنۍ  جزء‌خواني  ( یا  په ورځې کې د یوې سپارې تلاؤت)محفلونه هم په عراق دننه او هم له هېواده بهر ترسره کېږي، د بېلابېلو عمرونو د ګډونوالو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.

د ایکنا د راپور له مخې چې د الکفیل له قوله خپور شوی، د ښځو د دارالقرآن الکریم مشره دلال الطباطبایي،چې د علوي سپېڅلي حرم پورې تړاو لري، وویل: د سږ کال د رمضان پروګرام د قرآن د ختمونو د شمېر د پام وړ زیاتوالي له امله ځانګړی و. دا ختمونه یوازې د نجف مقدس ښار پورې محدود نه وو، بلکې د عراق بېلابېلو ولایتونو او همدارنګه د نړۍ څو هېوادونو ته وغځېدل او دا ټول د ښځو د قرآني زده‌کړو څانګې تر مستقیم نظارت لاندې ترسره شول.

هغې څرګنده کړه چې دا ختمونه په څو برخو وېشل شوي دي:

مرکزي ختم د ماسپښین په ۱ بجه

د مازیګر عمومي ختم د ښځینه لیدونکو لپاره

د پيغلو  لپاره ځانګړی ختم

د امیرالمؤمنین(ع) د حرم د ښځینه خادمانو لپاره ځانګړی ختم

او انلاین ختمونه چې له لیرې ګډون ته زمینه برابروي

میرمن الطباطبایي زیاته کړه چې له مهمو نړیوالو ځایونو څخه چېرې چې د ښځو لپاره د قرآن ختمونه ترسره کېږي، جرمني، سعودي عربستان او اسټرالیا دي. په دغو هېوادونو کې د دې مرکز مخکښې زده‌کوونکې د قرآن تلاوت کوي او په نړیوال ډګر کې د عراقي ښځینه حافظانو ویاړمن شتون  نندارې ته وړاندې کوي.

هغې همدارنګه وویل چې دغه مرکز د مبارکې میاشتې په اوږدو کې تخصصي کورسونه هم وړاندې کوي، لکه: برېښنائي حفظ، د قرآني علومو زده‌کړه، د تلاوت قواعد او د قرآن اعجاز.

د یادونې وړ ده چې دا پروګرام د ښځو د قرآن مرکز د ښوونیز ماموریت پر دوامدارې ژمنتیا ټینګار کوي، هغه هم د قرآني پروژو له لارې چې په عراق دننه او بهر ښځو او نجونو ته د ګډون لارې پرانیزي.

https://iqna.ir/fa/news/4336502

captcha