IQNA

د شیخ الازهر په غوښتې سره په مصر کې د قرآني علومو پوهنځی جوړېږي

13:40 - February 26, 2026
د خبر لمبر: 3492518
ایکنا - د قرآن کریم د علومو او قرائاتو پوهنځی به په مصر کې د الازهر د شیخ، احمد الطیب، په غوښتنې سره جوړ شي.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د  تواصل  ویبپاڼې په حواله راکړل شوی دی راغلي دي، د مصر د وزیرانو شورا چې مشري ئې مصطفی مدبولي کوي، د الازهر پوهنتون په چوکاټ کې د  قرائاتو او قرآني علومو پوهنځي  د جوړېدو پرېکړه تصویب کړه.

یادې شورا څرګنده کړه چې دا پرېکړه د اساسي قانون او د ۱۹۶۱ کال د ۱۰۳ قانون (چې د الازهر او اړوندو بنسټونو د بیا تنظیم په اړه دی) له ارزونې، د هغه د اجرایي لایحو له څېړنې، د الازهر د عالي شورا له تایید او د الازهر د شیخ له سپارښتنې وروسته» شوې ده.

دغه پرېکړه چې په رسمي مجلې کې خپره شوې، د یاد پوهنځي د دوو څانګو جوړول هم پکې شاملیږي:

یوه څانګه به د هلکانو لپاره وي او بله به د نجونو لپاره.

د هلکانو څانګه به د قاهرې ښار د دعوت اسلامي په پوهنځي کې موقعیت ولري، او د نجونو څانګه به د قاهرې د نجونو د اسلامي او عربي مطالعاتو په پوهنځي کې ځای پر ځای شي.

په دغو دواړو څانګو کې به زده کړې له  ۲۰۲۶/۲۰۲۷ تحصیلي کال څخه پیل شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د روژې مبارکه میاشت روانه ده او مصریان د قرآن کریم تلاوت ته ځانګړې لېوالتیا لري.

د یادونې وړ ده چې الازهر پوهنتون د خپلو پوهنځیو له لارې د قرآن او قرآني علومو د تدریس له امله شهرت لري، او مصر د نامتو قاریانو د شتون له امله د  تلاوت ټاټوبی  په نوم پېژندل کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4336737

captcha