IQNA

د امریکا او صهیونیسټي رژیم پروړاندې هراړخیزې جګړې ته د یمن چمتووالی

12:55 - March 08, 2026
د خبر لمبر: 3492534
د یمن خلک د امریکا او صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د بشپړې جګړې لپاره پر چمتووالي ټینګار کوي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، یمن یوځل بیا د امریکايي او صهیونیسټي رژیم وحشیانه یرغل پر وړاندې د ایران د خلکو په ملاتړ د میلیوني یمني لاریون کوونکو شاهد وو.

د المسیره د راپور له مخې، د یمن د خلکو میلیوني لاریون، د جمعې په ورځ له ایران او لبنان سره د پیوستون او د فرقان د ورځې په نمانځنې سره ترسره شو.

یمني وګړو د خدای په لاره کې د جهاد په لومړۍ کرښه کې او همدارنګه نړیوال صهیونیزم او د وخت د طاغوت پر وړاندې په مخامختیا کې پر خپلو ثابتو درېځونو باندې ټینګار وکړ.

د یمن خلکو همدارنګه د امریکايي یرغلګرو د اډو پر تړل کېدو او له سېمې څخه د دوی پر وتلو هم ټینګار وکړ.

captcha