
د پارس ټوډې د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي سفیر او استازي امیر سعید ایرواني د شنبې په ورځ پر ایران باندې د امریکا او صهیونیسټي رژیم د یرغل په آتمه ورځ، ملګرو ملتونو ته په خپل لیک کې زیاته کړه: هېڅ کار نه شي کولای د امریکا او د اسرائیلو د رژیم د پوځي یرغل پر وړاندې له خپله ځانه د دفاع لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت ذاتي حق نفي او یا هم کمزوری کړي. د ایران د اسلامي جمهوریت دفاعي عملیات یوازې هغو اهدافو او ظرفیتونو پورې اړه لري چې د ایران د خلکو پر وړاندې د یرغلیزو کړنو منشأ یا مبدأ ګڼل کېږي او یا هم د داسې کړنو په ملاتړ کې استفاده کېږي.
ایراواني په دې لیک کې څرګنده کړه: د سېمې هېوادونه په ښه توګه خبر دي چې د دوی په خاوره کې د امریکا د پوځي اډو شتون، نه یوازې د سېمې امنیت ته هېڅ ګټه نه ده کړې بلکې یوازې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ایراني ملکي وګړو د وژنې لپاره د امریکا او صهیونیسټي رژیم له لورې کارول کېږي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي سفیر او استازي ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت اوس هم د متقابل درناوي، د ښه ګاونډیتوب د اصل او د یو بل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د درناوي له مخې، د سیمې له هېوادونو سره د دوستانه اړیکو ساتلو او پیاوړتیا ته ژمن دی. ایران ټینګار کوي چې په سېمه کې د امریکا پوځي مرکزونو او اډو باندې د ایران دفاعي عملیات باید په هېڅ صورت د سېمې له هېوادونو سره د دښمنۍ په توګه ونه ګڼل شي.